روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پر ارغنداب برید تر ډیورنډ فرضی کرښې هاخوا پلان شوی و

چارواکی وایی، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له څو ورځو جګړو وروسته په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاکه شوې ده.د کندهار له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د والی حیات الله حیات او جنرال یاسین ضیاء په ګډون یو شمېر چارواکو ارغنداب ولسوالۍ ته د امنیتی وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی و.په خبرپاڼه کې راغلی، چې ګډو ځواکونو د ارغنداب په تابین، خالیشک، کوهک، شاتوری، د ژوندو هدیره، شاهین، ده سبز، چهارقلبه، ناګهان او یو شمېر نورو سیمو هوایی او مځکنی عملیات کړی دی.د امنیتی چارواکو پر وینا، د دغو عملیاتو پر مهال ۳۲۸ تنه طالبان وژل شوی او د کندهار لپاره ددې ډلې د نومول شوی والی په ګډون ۲۸۱ نور ټپیان شوی دی.دوی زیاتوی، په دې عملیاتو کې د طالبانو ۴ عرادې موټر، تر ۵۰ زیات موټرسایکلونه او لسګونه میله بېلا بېل ډوله وسلې هم له منځه تللې او ۲۵۱ کړۍ ماینونه چې په کلیو او لویو لارو کې یې ځای پر ځای کړی وو کشف او شنډ شوی دی.دغه راز د عملیاتو پر مهال دری امنیتی ځواکونه ټپیان شوی او یو شمېر ملکی وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده او د ارغنداب په ګډون له میوند، ژړۍ او پنجوایی ولسوالیو شاوخوا ۵ زره کورنۍ بې ځایه شوې دی.د چارواکو پر وینا لا هم په لویو لارو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو خطر شته او هڅه کوی چې ژر تر ژره دغه مسئله هم حل کړی.د نظامی مسوولینو په خبره، د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ ترهګریز برید تر ډیورنډ فرضی کرښی هاخوا پلان شوی و، چې د جنوبی ولایتونو د طالب جنګیالیو په ګډون پاکستانی طالبان او د جیش محمد او لښکر طیبه غړی هم په کښی شامل وو.بل خوا د کندهار د والی ویاند احمد بهیر احمدی وایی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پنجوایی، ارغنداب،  میوند او ارغستان ولسوالیو کې د هوایی او مځکنیو عملیاتو پرمهال ۱۰۳ وسله والو طالبانو وژل شوی او ۴۲ نور ټپیان دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دی ویلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید