روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پردیو مرستو ته د تمې پر ځای پر خپلو مټو تکیه په کار ده!

د عزتمند، سوکاله او کامیاب ژوند لپاره خودکفایی لومړنی شرط دی، څوک چې ځان بسیاینې ته توجه نه کوی، هغه به هیڅکله د عزت او استقلال ژوند و نه لری، همېشه به نورو ته محتاج، د بل تر پېغور او فشار لاندې د غلامی او بې واکی ژوند تېروی.

پښتو متل دی: «جنګ په وسله کیږی، ننګ په غله کیږی!» نو دغه قاعده له خپل ځان، کور او کلی نیولې، بیا ان د یو هېواد او ملت تر حده، پر ټولو د تطبیق وړ ده. مثلاً که په خپل کلی کې وګورو، هغه څوک چې خواری مزدوری نه کوی، همت نه لری، سوال او ګدایی یې عادت ګرځېدلی وی او همېشه یې پردیو مرستو ته سترګې نیولې وی، دغه ډول خلک په ټولنه کې هیڅ عزت نه لری، نه خپلواک او سرلوړی ژوند کولای شی او نه له خپلو تربرونو سره سیالی.

 بله خوا هغه خلک چې خواریکښ وی، همت لری، کار کوی او تکلیف تېروی، نو نه یوازې دا چې خپله بسیا ژوند لری، بلکې له نورو سره هم مرستې کوی او له همدې امله د کلی او علاقې اړوند ټولې مهمې پرېکړې او پلانونه هم د دوی په واک او کنټرول کې وی.

نو همدغه شان د ملتونو او هېوادونو پرمختګ، سوکالی او ابادی هم د هغوی په خپل همت، کار او استعداد پورې اړه لری. هغه ملتونه چې پر خپلو مټو ځان ساتی، ستړیا ګالی، خولې څڅوی او همت کوی؛ هغوی خوښ، خوشحاله او سوکاله ژوند لری، خو هغه ملتونه چې د کار خلک یې په خپلمنځی اختلافاتو مصروف وی، ځوانان یې ګیمونه او فلمونه ګوری او سیاسیون یې د ګدایی کچکول ګرځوی، هغوی به هیڅکله ښاده ورځ ونه وینی، بلکې همېشه به د نورو تر واک او فشار لاندې د ذلت ژوند تېروی.

 متل دی: «چې لاس ښوری، خوله ښوری!» معنی دا چې د رزق ګټلو لپاره لاس ښورول او ځان ستړی کول شرط دی. یو بل متل دی: «بې زحمته راحت نشته!» د دې مطلب هم واضح دی، یعنې راحت او اسوده ګی به د هغه چا په برخه وی، څوک چې زحمت کاږی.

نو د دې پر ځای چې د انګورو په څېر پر بل چا پېټی شو، غوره به دا وی چې د چنار په څېر په خپلو مټو هسک او بیا د نورو لاس نیوی وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ژباړه: یعنې ورکوونکی لاس له اخیستونکی لاس څخه غوره دی.

دا خو یوه عمومی خبره وه چې بل چا ته د تمې پر ځای، پر خپلو مټو ځان رسول په کار دی، اوس به راشو دې ته؛ چې له کفارو څخه مرسته اخیستل به موږ ته په کومه بیه تمام شی؟!

الله تعالی په قرآن مجید کې څو څو ځله په پوره صراحت او وضاحت فرمایلی؛ چې کفار هیڅکله ستاسې (مسلمانانو) دوستان کېدلای نه شی، هغوی ستاسې پر هره ښادی له ډېرې غوسې او بد نیتۍ خپلې ګوتې چیچی، ستاسې خلاف هر ډول دسیسې جوړوی او که وس یې وشی؛ د ځمکې پر مخ به د (الله جل جلاله) هیڅ نوم اخیستونکی ژوندی پرې نږدی. نو ایا پس له دې هم هغوی خپل دوستان ګڼل او د نیکی هیله ورڅخه کول به ډېر لوی حماقت او تجاهل نه وی؟!

نن سبا خو اسلامی نظامونه نشته، خلک یې مسلمانان دی، خو داسې حاکمان پرې مسلط دی؛ چې له یوه سره یې هم د اسلام او مسلمانانو د خیر او فلاح فکر نشته. ټول په خپلو عیاشیو بوخت او د کفارو ګټې او پلانونه تعقیبوی او د هغوی له اشارو او مشورو پرته هیڅ نه شی کولای. نو ځکه خو اوس مهال له اسلامی هېوادونو څخه هم د څه خیر او همکاری هیله نه شی کېدای او له کفری نړۍ سره خو مو هسې هم مقابله ده!

که کفار موږ ته ظاهراً څه نا څه مرستې راکوی، یا دا چې د بشری حقونو په نامه یې یو څه ټولنې او ادارې جوړې کړې دی، نو رښتیا یې هدف دا نه دی چې د بشریت خدمت وکړی، بلکې د خپلو شیطانی موخو لپاره یې دغه دجالی ټولنې جوړې کړې دی، تر څو د ساده زړیو مسلمانانو په سترګو کې خاورې وشیندی، اذهان یې مغشوش کړی، د کفر او اسلام فرق ترې ورک کړی او بالآخره یې له اسلام څخه زړه توری او د تل لپاره یې ځان ته محتاج وساتی. که څوک لږ هم عقل ولری او د کفارو تاریخونه لږ لږ مطالعه کړی، بیا به نو د دوی د بشر دوستی! په معنی سم پوه شی. د نړیوالو جګړو پر مهال همدغو درواغجنو وحشیانو د بشریت بیخ واېست، لوی لوی اټمی بمونه یې وکارول، قتل عام یې وکړ، پوره پوره نسلونه یې تباه کړل او د افغانستان او عراق بشردوستی خو یې موږ په خپلو سترګو ولیده. لنډه دا چې که دوی شرم درلودی، د بشری حقوقو نوم به یې لا نه ؤ اخیستی.

په هر صورت؛ دا خو د دوی خپل مکر، فریب او دجل دی، اوس نو موږ ته څه کول په کار دی؟!

موږ باید هیچا ته په تمه نه شو، «چې په تمه د سپرو شی، هغه پاتې په میرو شی!» نو موږ باید پر دې واقعیت سر خلاص کړو، چې له هیچا سره هم زموږ د راتلونکې اندېښنه نشته، موږ چې خپله د خپل ځان او هېواد درد ته دوا نه شو، نور به مو څه په درد دردمن شی؟! بلکې نه یوازې دا چې نور هېوادونه مرسته نه راسره کوی، بلکې د خپلو ګټو لپاره مو قربانوی او له بدو مو بدتر غواړی!

موږ باید پردیو ته د تمې فکر بالکل له ذهنه وباسو، باید پر خپلو مټو تکیه وکړو، زحمت وباسو، همت وکړو او د خودکفایی او ځان بسیاینې پر لور ګامونه واخلو. دا دنیا په سیالی روانه ده او په سیالی کې هیڅوک د بل چا مرسته نه کوی، بلکې یو بل راڅملوی او ځان رسوی!

موږ هغه وخت پرمختګ کولی شوه، چې د ژوند په هره برخه کې کار وکړو، ځان ورسوو، خپله اړتیا په خپله پوره کړو، د نورو له احتیاجه ځان خلاص کړو، پر خپل ځان باور ولرو او په اخلاص، صداقت، کلک هوډ، اتفاق او ورورګلوی سره د هېواد د ابادی لپاره ملا وتړو. د پردیو مرستو د خیال پلاؤ پر ځای، د خپلې راتلونکې په اړه باید په خپله فکر وکړو، پلان جوړ کړو، خولې تویې کړو، زحمت وباسو او په خپلو مټو د خپل هېواد د ابادی لپاره هڅې وکړو.  چې هېواد اباد وی، موږ به اباد یو!

سلیمان سعید ((غلجی))

ممکن است شما دوست داشته باشید