روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان له هوایی لارې افغانستان ته د هندی صادراتو مخه نیسی

د هند (سپاىس جىټ) شخصی هوایی شرکت مسوولىن وایی: پاکستان د دوى کارګو الوتکو ته اجازه نه ورکوی ،چې هندی صادرات د پاکستان د هواىی حرىم له لارې افغانستان ته ولېږدوی.په کابل کې د دغه شرکت استازی فرزاد رستمی بی بی سی ته وىلی، په تېره ىوه مىاشت کې دوه درې ځله هڅه کړې، له هنده د افغانستان لپاره د پاکستان له هوایی لارې د بارچالانۍ اجازه تر لاسه کړی، خو پر وىنا ىې تر اوسه نه دی برىالی شوی.د نوموړی پر وىنا دوى د هند او افغانستان تر منځ د هوایی بارچالانۍ اجازه لری او د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه هم شته. هندی چارواکو ته هم وىل شو ی ، چې دا ستونزه حل کړی.له بار چالانۍ پرته د کابل او ډىلی تر منځ د مسافرو هوایی تګ راتګ لپاره هم الوتکې د پاکستان له هوایی حرىمه تېږېږی او په دې لړ کې تر اوسه کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.هندی کارګو الوتکو ته د اجازې نه ورکولو لامل لا څرګند نه دى، خو د پاکستان او هند تر منځ اړىکو له دې مخکې د هند او افغانستان خپلمنځی سوداګری اغېزمنه کړې .افغانستان هند ته د هوایی دهلېز له لارې وچې او تازه مېوې، په دارو درملو کې کارېدونکی بوټی او لاسی صناىع صادروی او له هنده درمل، خواړه او د سىنګار شىانو په ګډون ىو شمېر نور توکی واردوی.وىل کېږی اوس د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ کچه ۵۰۰ مىلىونو ډالرو ته رسېږی.افغانستان د هند تر څنګ له ىو شمېر نورو هېوادونو سره هم د هوا له لارې سوداګری کوی او له ۹ هېوادونو سره ورته هوایی دهلېزونه لری. په تېر ىوه نىم کال کې له افغانستانه پنځه زره څلور سوه ټنه سوداګرىز توکی له همدې لارو بهر ته صادر شوی ، چې ارزښت ىې تر ۱۰۰ مىلىونو ډالرو پورې رسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید