روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان: د ۱۴پاکستانی پوځیانو قاتلانو په ایران کې روزنه لیدلې وه

پاکستانی چارواکو پرون ویلی ، وسلوال کسان چې دوې ورځې مخکې یې د پاکستان په سویل لویدیځ کې د دغه هېواد د وسله وال پوځ ۱۴ غړی ووژل، له ایرانه ورغلی او دغه حمله یې وکړه.

د فرانسې خبری آژانس د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشی له قوله لیکی چې پاکستان په دې اړه شواهد په لاس کې لری چې کومې «ترورېستی ډلې» چې دغه حمله ترسره کړې ، هغه د پاکستان پولې ته نژدې د ایران په خاوره کې روزنیز او اکمالاتی مرکزونه لری.

شاوخوا شل وسله وال چې د پاکستانی ملېشو یونیفورم یې اغوستی وو، د پاکستان د امنیتی ځواکونو یو بس موټر یې ودراوه او بیا یې پرې ډزې وکړې. د امنیتی ځواکونو دغه حامل بس په بلوچستان ایالات کې د پاکستان د لوی ښار کراچۍ پر لور روان وو.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه زیاته کړې: «موږ خپل مستند شواهد د روزنیزو مرکزونو د ځای او هویت له تشخیصولو وروسته له ایران سره شریکوو.» هغه وویل د بلوڅانو د درو تروریستی سازمانونو متحدې ډلې چې په ایران کې مستقره ده، د دغې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

قریشی وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې د ایران سفارت ته یو لیک استولی او «په ایران کې میشتې ددغې تروریستی ډلې» له خوا د حملې په اړه یې خپل «شدید اعتراض» بیان کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ایرانی چارواکو غوښتی ،چې د تروریستانو پر وړاندې جدی اقدامات وکړی ،چې په راتلونکې کې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شی.

قریشی همدا ډول د ایران سرحد ته نژدې پرتو سیمو کې د کنترول د ډېرولو او د ایران پر پوله د یوه سرحدی دیوال د رغولو د چارو له پیل څخه خبر ورکړ.

په پام کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یکشنبې په ورځ تهران ته دوه ورځنی سفر پیل کړی. هغه غواړی ایران ته د خپل لومړنی رسمی سفر په ترڅ کې له ایرانی رهبرانو او چارواکو سره وګوری.

له دې مخکې ایران پر پاکستان پړه اچولې وه چې تروریستی ډلې یې د پاکستان له خاورې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالتونو کې پر امنیتی ځواکونو حملې کړی دی.

د ایران په زاهدان کې د ایرانی پوځیانو پر حامل بس موټر له شوی ځانمرګی برید وروسته چې د ایران د سپاه پاسدارن ۲۷ تنه عسکر په کې ووژل شول، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د پاکستان سفیر احضار کړ. د یادې حملې مسوولیت د جیش العدل ډلې په غاړه اخیستی و. دا هغه ډله ده چې ایران ادعا کوی چې روزنیز او اکمالاتی مرکزونه یې د پاکستان په خاوره کې دی.

د پاکستان بلوچستان ایالت چې د افغانستان او ایران پولو سره څېرمه پروت دی، د پاکستان تر ټولو ستر خو فقیر ایالت دی چې تر ټولو ډیر افراطی مسلمانان او بیلتون غوښتونکی بلوڅان په کې اوسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید