د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
پاکستان له افغانستان او ایران سره د پولو په اوږدو کې د ۱۸ بازارونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
پاکستان له افغانستان او ایران سره د پولو په اوږدو کې د ۱۸ بازارونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
پاکستان په سرحدی سیمو کې د بازارونو جوړېدو هدف د درېیو واړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پراختیا او د قاچاقی توکو مخنیوی یاد کړی دی.دا پرېکړه لا وړمه ورځ په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ په تر سره شوې غونډه کې شوې ده.د راپورونو له مخې په دې غونډه کې ویل شوی، چې پاکستان له افغانستان سره د ډیورنډ فرضی کرښې په اوږدو کې ۱۲ او له ایران سره پولې ته نږدې ۶ سوداګریز بازارونه جوړوی.د عمران خان دفتر په خبرپاڼه کې ویلی، چې د درېیو واړو هېوادونو پاکستان، افغانستان او ایران تر منځ د قاچاقی توکو د مخنیوی په موخه به نورې هڅې هم وشی. خبرپاڼه کې د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان له قوله راغلی ،چې دا بازارونه به په داسې ځای کې جوړ شی، چې د سرحدی سیمو اوسېدونکو په خاصه توګه ځوانانو ته به کاری فرصتونه برابر شی.د یادونې وړ ده، چې پاکستان تر دې وړاندې د ډیورنډ فرضی کرښې په اوږدو کې په خپله خوښه اغزن تار غزولی ، چې په ځلونو ځلونو د پولې دواړو غاړو پښتنو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.