روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په خړ لېست کې پاتې شو

پاکستان بیا هم د ترهګرو د ملاتړ له امله په خړ لېست کې پاتې شو.د نړیوال مالی اقدام د وروستیو معلوماتو له مخې، پاکستان ددې سازمان لارښوونې او شرطونه نه دی عملی کړی ، نو له همدې امله به د راتلونکی کال تر فبرورۍ په خړ لېست کې پاتې کېږی.که پاکستان تر یادې نېټې د دغه سازمان شرطونه پوره نه کړی، نو د دې احتمال شته ،چې د ترهګرو د ملاتړ په تور لېست کې شامل کړل شی او بیا به نړیوال ورسره ډاډمن مالی معاملات نه شی کولی.د نړیوال مالی اقدام اداره وایی، چې پاکستان د تورو پیسو د مینځلو، د ترهګرو د ملاتړ، مالی حسابونو کې د شفافیت نه لرلو او نورو ستونزو له امله په خړ لېست کې شامل شوی دی.دغه سازمان پاکستان ته اووه وېشت شرطه ټاکلی وو، چې ځان له دغه لېست وباسی ،خو اسلام آباد یې په عملی کولو نه دی بریالی شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید