روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان دې په افغانستان کې  له سولې سره د کشمیر د کشالې له تړلو په کلکه ډډه وکړی

د پاکستان مکارو، دوه مخو، درواغجنواو تیری کوونکو پنجابی واکمنانو له هند سره  د کشمیر د یو ځاى کولو لپاره دهند دحکومت په وروستۍ پرېکړې نیوکه کړې اوویلی یې دی چې له هند سره به دکشمیر د یوځاى کولو لپاره دهند دحکومت دغه پرېکړه په  افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د امریکا او  د افغانستان په ګډون دسوله دوستو هېوادونو پرسوله ییزو  هڅو ناوړه اغېزه وکړی ، نوځکه باید امریکا او افغانستان  دهند ددغې پرېکړې پرخلاف ودرېږی چې د افغانستان له سولې سره دکشمیر دکشالې د تړلو لپاره د پاکستان دمکار هېواد دغو اوتو  بوتو او بې بنسټه څرګندونو دافغانانو ، دسیمې او نړۍ دسوله دوستو هېوادونو دخلکو ژغورنده غورځنګونو او دمدنی ټولنو دفعالانو سختې غوسې، نیوکې او کرکې راپارولی او دپاکستان له مکارو پنجابی واکمنانو څخه یې په کلکه غوښتنه کړې ده چې دافغانستان له سولې سره دې دکشمیر دکشالې دغوټه کولو او تړلو لپاره له اوتو بوتو او دغه راز دهند او افغانستان په کورنیو چاروکې له بې  شرمانه او مذبوحانه لاس وهنو په کلکه ډډه وکړی او دافغانستان له سولې سره دې دکشمیر دکشالې له تړلو او غوټه کولو څخه ناوړه ګټې نه اخلی . دغه راز دې په افغانستان کې دسولې په لاره کې دخنډونو د اچولو پرخپلو زیاتو مکاریو سره د هند غچ له افغانستانه نه اخلی اوله دې لارې دې په افغانستان کې د ورانکاریو او تباهیو دسرته رسولو دخپلو روزل شویو ګوډاګیو طالبانو او نورو ترهګرو جګړوته زمینه نه برابروی.

د پاکستان مکارو، دوه مخو او  درواغجنو پنجابی واکمنانو پرافغانستان باندې د پاکستان، روسیې او ایران په ګډون دسیمې اونړۍ دمغرضو او مخربو تیری کوونکو ، زبېښاکګرو او استخباراتی شبکو له خوا دڅه دپاسه څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیو جګړو په بهیر کې نه یوازې په پاکستان کې افغان کډوال زیات ولوبول دترهګرو له لیکو سره یې یوځاى کېدو ته اړ کړل او دترهګریزو بریدونو د زده کړو لپاره یې په خپلو څلوېښت زرو استخباراتی مدرسوکې شامل او وروزل ،تغذیه یې کړل، مغزونه یې ورپریمنځل ، وسله وال یې کړل او دافغانستان ، امریکا، هند او بنګه دېش په ګډون یې دسیمې اونړۍ دهېوادونو پرضد دترهګریزو بریدونو د سرته رسولو لپاره له هغوى څخه د یوې سترې وسیلې په توګه ناوړه ګټه واخیستله او آن تردې چې د خپلو سیاسی مخالفینو او دلرو  او برو پښتنو د ځپلواو داسې نورو فجیعو او شنیعو عملونو د سرته رسولو لپاره یې د نړۍ د اړندو مغرضو او  تیری کوونکو هېوادونو پرمشرانو او نورو مخربو کړیو باندې دهغوى د پلورلو له لارې په تېرو ۱۹ کلونو کې د ۷۵ میلیاردو امریکایی ډالرو پانګه ترلاسه کړه او پرمټ یې د اټومی قدرت خاوند هم شو او آن خپله خاوره یې ددغه ډول افغانانو پر وینو آباده او وژغورله بلکې اوس هم مکار او مخرب پاکستانی پنجابی واکمنان په خپلې زیاتې مکارۍ او غدارۍ سره غواړی دافغانستان له سولې سره دکشمیر دکشالې د تړلو له لارې چې له منطق اوعقل سره هېڅ  اړخ نه لګوی دامریکا ، روسیې او چین په څېر دسیمې اونړۍ سترقدرتونه او دملګرو ملتونو دامنیت شورا ولوبوی  او له هند سره دجمو او کشمیر دیوځای کولو او لپاره یې دهند دحکومت د پرېکړې پرخلاف ودروی اوله دې لارې دکشمیر دکشالې پرسر دپاکستان اوهند ترمنځ اختلافونو او تاوتریخوالی ته پرې دپاى ټکى کېږدی ، په داسې حال کې چې دپاکستان پنجابی  واکمنان د  پاکستان د خبیر پښتونخوا له صوبې سره د (فاټا) په نامه دلرو پښتنو د پنځو آزادو ایجنسیو اوقبایلی سیمو دیوځای  کېدو پرخپلې دغې  ډېرې  ناوړې او کرکېجنې پرېکړې او دغه راز د لرو پښتنو په ګډون دافغانانو پرزړه د انګلیسی استعمار د خونړی خنجر د تور داغ په توګه پرافغانانو د  ډیورنډ دتپل شوې کرغېړنې او منحوسې کرښې په هغې غاړه کې پر لرو پښتنو د خپلو پاکستانی پوځیانو پر بې رحمانه  او وحشیانه بریدونو دپښتنو پر وژلو ، لوټولو، دهغوى پرکورونو باندې دپاکستانی پوځیانو پرهوایی او مځکنیو بریدونو خپلې سترګې پټوی او آن په ډېرې  سپین سترګۍ ، بې شرمۍ او بې باکۍ سره ترې انکارکوی چې دمنظور پښتین په مشرۍ د پښتنون ژغورنې غورځنګ له قوله د پاکستان د  پنجابی واکمنانو پوځیانو او ملېشو په ۱۹۴۷زېږدیز کال د انګلیسی استعمار ددغه جوړ شوی مصنوعی  او  ګوډاګی هېواد پاکستان له رامنځ ته کېدو څخه تردې دمه داکبربکټی بلوڅ په  څېر له پنځه سوه زرو څخه زیات پښتانه مشران او نور خلک په مرموز ډول وژل شوی  او ترې تم شوی چې لړۍ یې تراوسه پورې هم روانه ده چې دغندلو او محکومولو لپاره یې اوس په پاکستان کې دپښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ دلرو او برو پښتنو اونورو بشردوستو او  ژغورنده غورځنګونو مظاهرو، لاریونونو او احتجاجی  غونډو زور اخیستى چې د پاکستان تیری کوونکو پنجابی پوځیانو ددغو مظاهرو، لاریونونو او غونډو برخه وال هم په نښه کړی وژلی وهلی نیولی او دجیلونو دتورو دروازو شاته یې پورې وهلی دی ددې ترڅنګ دپاکستان  تیری کوونکو بې رحمو پوځیانو د خپل هېواد دجوړېدو د دویم کال (۱۹۴۸) داګست میاشتې پردوولسمه ورځ دخیبرپښتونخوا دچارسدې په سیمه کې دلروپښتنو دلاریونونو برخه وال په نښه کړل او دلروپښتنو دوه سوه تنه یې شهیدان کړل اونور په زرګونو تنه یې ټپیان کړل. زیات پښتانه یې ونیول او دجیلونو دتورو دروازو  شا ته یې پورې وهل ، شکنجه یې کړل  ، په مرموزه توګه یې ووژل او بیخې یې  تری  تم کړل چې لروپښتنو دغه یاده خونړۍ ورځ دکربلا دتورې خونړۍ ورځې په نامه نومولې او له امله یې هرکال داګست میاشتې د دولسمې نېټې په همدې خونړۍ ورځ دلرو پښتنو له خوا دزیاتو ویرونو او ماتمونو دګاللو مراسم پرځاى کېږی او  په ترڅ کې یې دپښتنو یادو شهیدانو ته دزیاتو درو دونو  داستولو د دعاګانو لپاره لاسونه پورته کېږی او  په ترڅ کې یې د یادو پښتنو دشهیدانو پرقاتلانو زیات لعنتونه ویل کېږی او دلوى خداى(ج) له دربار څخه دهغوى پرقاتلانو او پاکستانی جلادانو ، قاصدانو اولعینانو دزیاتو عذابونو د رانازلېدو غوښتنې کېږی.ډېره اړینه برېښی چې د پاکستان تیری  کوونکی او  خونړی پنجابی واکمنان باید له یوې  خوا په لوى لاس د افغانستان دسولې په لاره کې دخنډونو له اچولو او دغه راز د کشمیر په کشاله کې دی دافغانستان او امریکا په ګډون دسیمې اونړۍ د هېوادونو  د ښکېلتیا لپاره له خپلوبې بنسټه او بې منطقه څرګندونو څخه سملاسی ډډه وکړی اوهم دې ورسره جوخت په پاکستان کې د لرو پښتنو له ځپلو او ځورولو او پرهغوې د ترهګرو دټاپو له لګولو اوهمدارنګه د ترهګرو له ملاتړ او تولیدولو بیخی لاس واخلی.دسیاسی شنونکو اونورو کارپوهانو په آند په لوى لاس د افغانستان له کړکیچ سره دکشمیر دکشالې  تړل دمکار پاکستان بل ډېرناوړه شوم هدف دى چې د افغانستان دسولې لپاره دامریکا او افغانستان د هڅو  په  لاره کې د خنډونو داچولو په تور له هند سره د امریکا او افغانستان د اړیکو خړپړتیاده ، خو پاکستان له  دې څخه بې خبره دى چې امریکا او افغانستان له هند سره تل ښې اړیکې پالی، داځکه چې پاکستان خپل روزل شوی ګوډاګی  طالبان او نور ترهګر د  ورانکارو فعالیتونو  د سرته رسولو لپاره افغانستان ته صادروی په داسې حال کې چې دهندسوله دوست او بشردوست هېواد بیا په افغانستان کې دبیارغاونې دچارو د پرمخ بیولو لپاره خپلې مرستې افغانستان ته صادروی ،نوځکه د  افغانستان او امریکا دواړه هېوادونه به له دې  وروسته هېڅکله د پاکستان دمکار،دوه مخی او درواغجن هېواد ددغه ډول ټګمارو اوبې بنسټه څرګندونو ښکار نه شی .

شاولی قرار  شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید