روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان دې پر طالبانو سوله وکړی، نه جګړه

د افغانستان جمهوری ریاست پاکستان له طالبانو سره په ژورو اړېکو لرلو تورن کړ او له اسلام آباده یې وغوښتل، چې له طالبانو سره له خپلو اړېکو په استفاده په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره عملی ګامونه واخلی.د جمهوری ریاست مرستیال ویاند محمد امیری دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د تازه خبرو په ځواب کې وکړې.ښاغلی امیری زیاته کړه: (( زیات شواهد له طالبانو سره د پاکستان د ژورو اړېکو څرګندویی کوی. د دې وخت راغلی،چې  پاکستانی چارواکی د خبرو پرځای هغسې چې په وار- وار ژمنه کړې پر طالبانو له خپل نفوذه د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار واخلی، د جګړې د ختمېدو او د دایمی اوربند د ټینګېدو لپاره عملی ګامونه واخلی او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړی.))افغانستان تردې مخکې هم پاکستان د طالبانو په ملاتړ او د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن کړی.ښاغلی محب په وروستیو کې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د نااعلام شوې جګړې په پرمخ بېولو او د طالبانو په ملاتړ تورن کړی و.په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره په کتنه کې له هغه څخه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشی د دغو خبرو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.         

ممکن است شما دوست داشته باشید