روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان خپله خاوره د افغانانو او پښتنو په وینو آباده کړې او ژغورلې

دا چې دوخت انګلیسی استعمار دافغانستان دیوې برخې په توګه دلرو پښتنو پراخه اوښېرازه سیمه په ۱۹۴۷ زېږدیز کال خپل جوړ شوی مصنوعی  اوګوډاګی هېواد پاکستان ته وسپارله ، نو مغرضو پاکستانی کړیو ددغو دوه مخو پنجابی واکمنانو د خپل دغه مصنوعې هېواد دجوړېدو له یادې نېټې څخه تردې دمه پورې په تېروڅه دپاسه اویاکلونوکې نه یوازې پر افغانانو د تیرې څه د پاسه څلوېښت کلنې تپل شوې جګړې په دغې روانې غمېزې دوره کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ولوبول، په مرموزه توګه یې ووژل اود هغوى مړى یې آن دپېښور دورسک په څېردکانالونو اوسیندونو تل ته پورې وهل، په شاړو دښتواوسپېرو ډاګونو کې یې واچول ، دکبانو، نهنګانو، کارغانواو ځناورو دخوراک ښکار شول اود خپلو تورمخواو ډارنو بادارانو یعنې پنجابیانو پرځاى یې دافغانستان، هند اوآن دامریکا په څېر دسیمې اونړۍ د هېوادونو د خلکو دوژلو او داسې نوروتبا هېود سرته  رسولو لپاره له افغان کډووالو څخه د یوې سترې وسیلی په توګه کارواخیست اود هغوى پر وینو یې دپاکستان خاوره آباده او وژغورله اوآن پرمټ یې خپل دوه مخى اودرواغجن هېواد د نړۍ پر اټومی قدرت بدل کړ او دپاکستان خپلسرو، تورمخو، دوه مخو تیری کوونکو اوپاروونکو پنجابی واکمنانو دلرو او بروپښتنو په گډون دافغانانو پرزړه دوخت دانګلیسى استعماردخنجر دتورداغ په توګه پرافغانانو د ډیورند دتپل شوې کرغېړنې کرښې پر دواړو غاړو له پرتو پښتنو سره هم دزیاتواوناوړو توپیری اوتبعیضی چلندونو له کارولو اونورو اسلامی ضد اوانسانی ضد عملونو څخه کاراخیستى دى، پښتانه قومونه یې په خپلوکې سره جنګولی، دترهګرو ټاپې یې پرې وهلی او وژلى یې دی، کورونه یې ورسوزولی، ړنګ کړی او لوټ اوتالان کړی یې دی، د خپلو کورونو پرپښو دلوته یې اړکړی اودې ته یې زمینه برابره کړه چې د ۱۹۴۸ کال دمارچ میاشتې پر۲۸ تمې نېټې دبلو چستان پرخپلواکې صوبې هم وحشیانه برید وکړی او  لاندې یې کړی اوپه زرګونو بیدفاع بلوڅانوته دزیاتې مرګ ژوبلې داړولو اوداسی نوروبې سارو بشری فجایعو دسرته رسولو په پایله کې دنفتو، ګازو، دډبرو دسکرو اومالګې په څېر دکانی زېرمو د لرلوله پلوه دبلوچستان دغه بډایه سیمه دپاکستان له دغه پنجابی هېواد سره یو ځاى کړی اوګازیې له دې پرته چې بلوڅان ترې کومه ګټه واخلی تورمخو، دوه مخو او ډارنو پنجابیانو ته تېر کړاوهغوى یې پرې هوسا اوبسیاکړل. دپاکستان پنجابی واکمنانو په تېرونږدې اتلسو کلونو کې د ((فاټا)) په نامه دخیبرایجنسۍ، باجوړ ایجنسۍ، مومندایجنسۍ، کرمې ایجنسۍ، شمالی وزیرستان اوجنوبی وزیر ستان په ګډون دپښتنو په ایجنسیو کې پښتانه په مرموز ډول وژلی او د داسې نورو بشری فجایعو  دسرته رسولو په پایله کې یې دې ته هم  زمینه برابر ه کړه چې دافغانستان دیوې برخې په توګه د ((فاټا)) په نامه دپښتنو یادې سیمې له افغان حکومت او کوزو پښتنو سره له سلامشورې پرته په ۱۹۲۱ زېږدیزکال کې دافغانستان دوخت له حکومت سره دهند د بریتانوی دولت دشوې موافقې پرخلاف له خېبرپښتونخواسره یوځاى کړی، چې دپاکستان دغه خپلسرى، پاروونکى اوتېری کوونکى عمل نه یوازې دافغانانو او نورو آزادی غوښتونکو اوحق پالو خلکو، بلکې دمنظور پښتین په مشرۍ دپښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او نورو کوزو پښتنو د زیاتو غوسو او کرکو څپې هم راپارولی دی. اودپاکستان دپنجابی واکمنا نوددغه تیری کوونکی عمل دغندلو او
محکو مولو لپاره یې دپاکستان ددغه خپلسری هېواد په بېلابېلو ښارونو کې سوله ییزو مظاهرو،مارشونو،  لاریونونو اوغونډوته سازمان ورکړ،چې لړۍ یې اوس هم روانه ده چې له ډیره بده مرغه دپاکستان مغرضواوتیرى کوونکو پنجابی کړیو اودمولوی نذیر په مشرۍ دپاکستان داستخباراتو روزل شوې تروریستى ډلې اونورو طالبانو ددغو سوله ییزو مظاهرو برخه وال هم په نښه کړل اوزیاته مرګ ژوبله یې ورواړوله درسنیو له لاری خپاره شوى رپوټونه وایی چې دپاکستانی کړیو پرلمسونې دمولوى نذیرتروریستی ډلې پتیلی ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرمنظور پښتین هم په نښه اود بلوڅانو د مشراکبربګټی له برخلیک سره یې مخ اوشهید یې کړی. مولوی نذیرهم دامریکا بې پیلوټه الوتکو په نښه او داسامه او ملا اخترمحمد منصور په څېریې له خاورو سره خاورې کړ.  رپوټونه وایې چې بې رحمو پاکستانی کړیو خپلو روزل شویو تروریستی ډلوته دالارښونه هم کړې، هغه پښتانه او داسې نورخلک هم په نښه کړى او یې وژنی چې دمنظورپښتین خولۍ یی پرسرونو ووینی، چې دپاکستان دغه ډیربې رحمه دخندا وړ اوناوړه  عمل هم دخلکو زیاتې غوسې راپارولې اودپاکستان پرضد یې ولسی خوځښتونو اوملی پاڅونونو ته نورهم زور ورکړى، آن تر دې پورې چې په پاکستان کې یی دطالبانو دفترونه اوموټرونه هم وسوځول، چې له دې لارې دپاکستان دبىرحمو پنجابی واکمنانوله تورو منګولو څخه دکوزوپښتنو دآزادولو په اړه خپل غږونه دامریکا په ګډون دنړۍ دسترو قدرتونو اودغه راز  دملګرو ملتونو دسازمان دبین المللی ټولنو غوږونوته هم ورسوی اودسیمې اونړۍ ثبات ته دسترګواښ اودترهګرو دملاتړکوونکی هېواد په توګه دپاکستان دبې رحمو پنجابی واکمنانو له تورومنګولو څخه دکوزو پښتنو  ژغورلوته ودانګی اوله دې لارې دکوز و پښتنو په څېرد نړۍ دمحکومو ولسونو دآزادولو او د پاکستان له زیاتو ظلمونوڅخه د هغوى دژوند  دژغورلو په برخه کې خپله انسانی عاطفه په اثبات ورسوی اوپه دې توګه د لرو او برو پښتنو په ګډون دافغانانو په وړاندې خپل ملی اوتاریخی رسالت پرځاى کړی او هغوى ته دستروخدمتونو جوګه شی.

شاولی قرار  شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید