د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دې هېل نشریې په مقاله کې وایی: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړی هېواد په توګه اعلام شی.دغه نشریې په مقاله کې زیاته کړې، په افغانستان کې د امریکا د ماتې ستر لامل پاکستان و.د سرچینې پر وینا پاکستان دوه مخې لوبه کوله او دلته یې د ترهګرۍ ضد یو نړیوال ماموریت له ناکامۍ سره مخ کړ.په مقاله کې ویل شوی، پاکستان له یوې خوا له امریکا سره د مرستې ژمنې کولې او میلیاردونه ډالر مالی مرسته یې تر لاسه کوله، خو له بلې خوا د طالبانو او حقانی شبکې ستر ملاتړی و.مقاله کې زیاته شوې، یوازې دا نه ،بلکې په ځلونو هېوادونو ادعا کړې ،چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړی دی.دې هېل په مقاله کې راغلی، پاکستان د هند د ځپلو لپاره په افغانستان کې خپلې نیابتی جګړې ته ادامه ورکړې ده، نو له همدې امله د بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت ته په کار ده چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړی هېواد په توګه معرفی کړی او پر وړاندې یې له فشارونو کار واخلی.