روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان افغانستان ته  د زیاتو ترانزېټی آسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه

پاکستان افغانستان ته د تجارتی پلاوی په استولو سره دغه هېواد ته د ترانزیټی آسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.د پاکستان د سودا ګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ د دغه هېواد یو تجارتی پلاوی کابل ته سفر وکړ.د دغه پلاوی د سفر موخه په لومړی ګام کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتی او ترانزیټی اړیکو پراختیا او په راتلونکی ګام کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترانزیتی اړیکو پراختیا ده.

مخکې له دې افغانستان له ایران او پاکستان سره د ترانزیټ او سوداګرۍ په تګلورو کې خپلې ستونزې لرلې، په وچې پورې تړلى افغانستان د تجارتی مالونو په واردولو کې د پاکستان  په کراچۍ بندر او وروسته هم د ایران په بندر عباس پورې تړلى و، چې کله نا کله په دې اړوند ستونزې رامنځته کېدې، په تېره بیا افغان سوداګر د مېوو د صادراتو په وخت کې د بېلابېلو دلیلونو له امله له ستونزو سره مخ کېدل او په وار وار د افغان سوداګرو صادراتی مېوې او محصولات خوسا کېدل.

خو د افغانستان اسلامی امارت  په یوې فعالی دیپلوماسۍ  او د سیمې د هېوادونو ترمنځ  په تجارتی راکړه ورکړه  او ترانزیتی اړیکو کې د افغانستان د دریځ په تثبیتولو سره  بریالى شو، چې حالت په مثبت لوری بدل کړی ،چې نور د افغانی مالونو په ترانزیټ کې  ستونزه شتون ونه لری او د افغانستان د بار وړونکو لاریو چلوونکی  په هماغه ډول  چې د ایران او پاکستان باروړونکو وسایطو په افغانستان کې د تګ راتګ حق درلود دغه حق  د افغانستان موټر چلوونکو ته هم محترم بلل شوى دى.

د پاکستانی پلاوی د سفر په اعلامیه کې داسې موارد شته ښیی چې له دې وروسته  د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانزیټی اړیکې  یوه انډولیزه اړیکه ده چې دوه اړخیزه او څو اړخیزه ګټه لری چې د دواړو هېوادونو او د سیمې هېوادونو ترمنځ به د تجارتی او اقتصادی اړیکو د ښه والی سبب شی.

د پاکستانی پلاوی سفر او له دغه پلاوی سره د اسلامی امارت د مقاماتو هر اړخیزې خبرې د افغانستان د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره د معتبرو او الزامی سهولتونو د برابرولو او د چلنجونو د لرې کولو لپاره زیات فرصتونه رامنځته کړی دی.

د موافقې یو مورد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو تجارتی بار وړونکو لاریو تګ راتګ دى  چې د ٢٠٢٢ م کال د اګست په میاشت کې پیلېږی، موافقه شوې ،چې پاکستان پرهغو مالونوهېڅ زمانی محدودیت  ،چې د پاکستان له تګلوری  ترانزیټ کېږی نه لګوی، پاکستان ژمنه  کړې، چې د ٢٠١٠ اپتا موافقه لیک له خپل لوری د نوی ترانزیټی موافقه لیک تر لاسلیک کولو پورې تمدیدوی، بله مهمه خبره دا ده، چې د خبرو په بهیر کې پاکستانی لوری ډاډ ورکړ  چې هندوستان او نورو هېوادونو ته د واګه د لارې په ګډون له ټولو بندرونو څخه د افغانستان پر صادراتی مالونو به هېڅ راز محدودیت شتون ونه لری، په داسې حال کې چې  پخوا د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ پر لاره چې د پاکستان له لارې  واردات او صادرات ترسره کېدل جدې ستونزو شتون درلود،  خو اوس دا  ستونزه حل شوې، ځکه اسلامی امارت  له سیاسی کتنو لرې پر تجارتی  او ترانزیتی همکاریو باور لری او د سیمې هېوادونو ترمنځ په سیاسی او اقتصادی  انډولیزو اړیکو  باورمند دى، بله مسئله چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د پلاوی د سفر په بهیرکې پرې خبرې وشوی او موافقه وشوه دا ده ،چې  پاکستان د افغانستان پر هغو صادراتی محصولاتو چې ژر خوسا کېږی ګمرکی پړاوونه ګړندی او ساده کوی.

باید وویل شی، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پخوا هم د ترانزیټی او تجارتی همکاریو په برخو کې  موافقه لیکونو شتون درلود، خو افغانستان  دومره ګټه ورڅخه پورته نه کړه، ستونزه په دې کې وه، چې  په ترانزیتی او تجارتی مناسباتو کې د افغانستان د مقام د تثبتولو او تعریفولو لپاره کار نه و ترسره شوی، خو وروستی موافقه لیک د سیمه ییزې ګټورې سوداګرۍ لپاره  لاره پرانیستې ده او د سیمې هېوادونو د نښلوونکی په توګه د افغانستان دریځ باورى شوى دى.

باختر

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید