روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستانی ملېشو د پښتون ژغورنې دوهم مشر داوړهم نیولى

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوهم مشر، محسن داوړ هم ونیول شو.محسن داوړ د پاکستان د ملی اسامبلې غړی دی.د خېبر پښتونخوا ایالات د پوځ حکومتی ویاند، شوکت یوسفزی ویلی، چې محسن داوړ د شمالی وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته د حملې د ادعاوو په ارتباط نیول شوی دی.شوکت یوسفزی ویلی، چې محسن داوړ وړمه ورځ د مې په دېرشمه په شمالی وزیرستان کې د پوځی عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو،خو محسن دوړ آزادۍ راډیو ته ویلی ، چې خپله یې  ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.محسن داوړ ویلی: “ګرفتار شوی نه‌یم، ما خپله ګرفتاری ورکړه، قانونی تقاضا وه، ما ورته وویل، چې زه له احتسابه نه ورېږم، خو دوی له احستابه وېرېږی، تحقیق به وشی او معلومه به شی ،چې چا څه کړی دی.)) د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې چې د پاکستان پوځیانو د تېرې یکشنبې په ورځ د شمالی وزیرستان په خړ کمر کې پر سوله‌یېزو لاریون کوونکو ډزې کړې او دیارلس کسه ملکی وګړی یې وژلی دی، خو د پاکستان پوځ ویلی، چې درې مظاهره چیان وژل شوی وو.د پاکستان پوځ پر محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر بل غړی، علی وزیر تور لګولی چې په هغه ورځ یې پر یوه پوځی پوسته په حمله کې لاس درلود.د پاکستان پولیسو علی وزیر د تېرې یکشنبې په ورځ نیولی. علی وزیر هم د پاکستان د ملی اسامبلۍ غړی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین د پاکستان د سنا له یو شمېر غړو سره کتلی دی.هغه غوښتنه کړې چې علی وزیر ژر تر ژره خوشې شی، په خړ کمر کې د پېښې په اړه پلټنې وشی، په شمالی وزیرستان کې ګرځ بندیز باید پای ته ورسېږی او د پاکستان مرکزی حکومت په قبایلو کې واک له پوځه واخلی او ملکی ادارو ته یې وسپاری. د پاکستان په سنا کې د عوامی نشنل ګوند استازې، ستاره ایاز له منظور پشتین سره د کتنې په اړه وویل، چې دوی د منظور پشتین غوښتنې حکومت ته وړاندې کړی دی. ستاره ایاز وایی:  (( حکومت سره اوس خبرې کوو. لګیا یوو. زموږ کوښښ دا دی ، چې د بې اعتمادۍ فضا ختمه شی او دا مسئله د سیاسی لارې او په امن کې حل شی.))د بشری حقونو د ملاتړ نړیوالې ادارې، هیومن رایټس واچ د مې په دېرشمه، پر پاکستان غږ وکړ چې د سوله‌ییزو اعتراض کوونکو د قتل په اړه خپلواکې پلټنې وکړی.په نیویارک کې د دې ادارې د اسیا د برخې مشر، براد ادمز په یوه بیان کې ویلی چې د پاکستان حکومت باید په شمالی وزیرستان کې د بشری حقونو د اعادې او د پښتنو د بنیادی حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید