روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پامپیو: ارمنستان او آذربایجان دې جګړه پای ته ورسوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو څخه وغوښتل ،چې تاوتریخوالی دی پای ته ورسوی او ملکی وګړی دې وژغوری.د غرونو ترمنځ پرته د ناګورنو قرباغ په سیمه کې د نږدې یوې میاشتې راهیسې جګړه روانه ده.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورتوګوس وویل: امریکا پر دې هم ټینګار کوی ،چې دواړه غاړې دې مذاکرات پیل کړی، خو د ارمنستان لومړی وزیر نېکول پشینین ویلی، دی د جګړې په دې پړاو کې د دیپلوماتیک حل هېڅ ډول امکان نه وینی.په همدې حال کې د آذربایجان ولسمشر الهام الیوف ویلی، د ارمنستان ځواکونه باید له ناګورنو قرباغ سیمې څخه ووځی تر څو جګړه ختمه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید