روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ټویټر د امریکا دکانګرېس غړې حساب وربند کړ

ټویټر شبکې د امریکا کانګرس د لانجمنې غړې مارجوری ټېلر ګرین حساب وربند کړ.ټویټر ویلی، د هغې حساب‌یې ځکه ورتړلی، چې هغې د دې شبکې له هغې پالېسۍ سرغړونه کړې،چې دوی د (کووېډ-۱۹) په اړه د غلطو معلوماتو خپرولو په اړه ټاکلې ده.د جورجیا ایالت د دې سیاستوالې د ټویټر حساب وروسته له هغې د تل لپاره وتړل شو ،چې هغې له دې شبکې پینځه وارې خبرداری واخیست.

ممکن است شما دوست داشته باشید