روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ټوکر کارلسون: امریکا په ۲۱مه پېړۍ کې یوازې ناندرۍ جوړې کړې

امریکایی سیاستوال او د سیاسی خپرونو مشور چلوونکی ټوکر کارلسون ویلی: امریکا له افغانستان نه نیولې تر ټایوانه یوازې ناندرۍ جوړوی او بله هېڅ لاس ته راوړنه نه لری. نوموړی په مرکه کې زیاته کړې، چې امریکایی حکومت په تېرو کلونو کې یوازې ناندرۍ جوړې کړې او له بایللو او ماتې پرته بل هېڅ نه لری.نوموړی، ویلی: امریکا په افغانستان کې شل کاله حضور درلود، خو له ویجاړیو او ناندریو پرته یې هېڅ‌ نه لرل.دغه هغه وایی: امریکا په عراق،‌ لیبیا او نورو هېوادونو کې مداخله وکړه او جګړو ته یې لمن ووهله.ټوکر زیاتوی: اوس د نانسی پلوسی سفر پیل شوی او غواړی په ټایوان کې ناندرۍ جوړې کړی.دغه امریکایی شناند ټینګار کړی، چې اوسنی امریکایی سیاستوال په لږ ګټه لرونکو اقداماتو تل ستر تاوانونه کوی‌ او امریکا ته زیان اړوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید