روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ټرمپ په امریکا کې له (ګډوډیو) خبرداری ورکړ

ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلی ، چې ښایی‌ د راتلونکی سه شنبې ورځې د ولسمشریزو انتخاباتو پایلو ته باید یو څو اوونۍ انتظار وباسی. دغه خبره ټرمپ د پنسلوینیا آیالت په نیوټن ښار کې وکړه. د ټرمپ دغه خبرداری د سړک په سر ګډوډیو ته اشاره نه ده، بلکې مقصد یې د لیک یا خط په واسطه ورکړل شوې رایې دی.‌د هغه جمهوری‌ غوښتونکی ګوند هڅه کړې وه ،چې په پنسلوینیا کې د دغسې انتخاباتی لیکونو په واسطه د ورکړل شویو رایو د شمېرنې د مهلت د اوږدېدو مخه د حقوقی لارې ونیسی، خو په دې چاره کې ناکامه شوی وو. د لیک د لارې ورکړل شوې رایې، چې د پُستې له خوا د مهلت سره سمه ټاپه ولری باید اوس وشمېرل شی، ‌که حتی د نومبر د درېیمې یعنې د انتخاباتو د ورځې دری ورځې وروسته هم ورسېږی.که د ټرمپ او د هغه د دموکرات سیال جو بایډن تر منځ سیالی ډېره جوخته وی، نو کېدای شی د پنسلوینیا رایې تعیینونکی نقش ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید