د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره تلېفونی خبرې کړې او دواړه یې د کشمیر په لانجه کې د کړکېچ کمولو ته بللی. ټرمپ په ټوېټرپاڼه لیکلی، چې له خپلو دوو ملګرو د هند له صدراعظم نریندرا مودی او د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یې په سوداګرۍ، ستراتیژیکې ملګرتیا او تر ټولو مهمه په کشمیر کې د کړکېچ د کمولو په اړه غږېدلى.ټرمپ په تېرو څو ورځو کې یو ځل مخکې هم له عمران خان سره په تلېفون غږېدلى.پاکستان له ملګرو ملتونو غوښتی چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وضعیت وڅاری