د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا ولسمشر د یو شمېر امریکایی چارواکو دا څرګندونې رد کړې، چې ډونالډ ټرمپ له کوم شرط پرته د ایران له ولسمشر حسن روحانی سره لیدو ته تمایل ښودلی. ډونالډ ټرمپ پر ټوېټ لیکلی: جعلی خبرونه وایی، چې ما له کوم قید او شرط پرته له ایرن سره لیدو ته تمایل ښودلی، خو دا څرګندونې ناسمې دی.د امریکا ولسمشر دا ټوېټ د سعودی عربستان پر نفتی تاسیساتو تر برید یوه ورځ ورسته کړی دی.