روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ټرمپ د شمالی کوریا د توغندیو ازموینې بې اهمیته وبللې

د امریکا ولسمشر ټرمپ د شمالی کوریا له لوری د توغندیو وروستۍ ازموینې بې اهمیته وبللې، ویې ویل: باور لری چې د شمالی کوریا مشر کېم جونګ اون به پر خپلو ژمنو ودرېږی.ټرمپ پرون په ټوېټ لیکلی:(( شمالی کوریا ځینې وړې وسلې توغولې چې زه نه، خو زموږ ځینې خلک او نور یې نارامه کړی، زه ډاډه یم چې رییس کېم به له ما سره پر کړیو ژمنو ودرېږی.))ټرمپ دا ټوېټ په جاپان کې لیکلى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید