د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلی، که دی په واک کې وای، نو په افغانستان او اوکراین کې به اوس دغه روان حالت نه وای رامنځ ته شوی. ټرمپ چې له واکه له لرې کېدو وروسته د لومړی ځل لپاره واشنګټن ته ورغلی او خپلو پلویانو ته یې وینا کړې، پر اوسنی ولسمشر جوبایډن او دیموکراتانو سختې نیوکې کړې او ویلی یې دی، چې د بایډن او دیموکراتونو له وجې امریکا د جنایتونو په یوه چورلج بدله شوې ده. ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا د وتلو پر سر د بایډن پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل: که دی په واک کې وی او سر اعلی قوماندان وای هغه څه به په افغانستان او اوکراین کې نه وای پېښ شوی چې د بایډن حکومت ترسره کړل. ټرمپ ویلی: امریکا په افغانستان کې سلګونه وژل شوی عسکر، د پنځه اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات او سلګونه امریکایی وګړی تر شا پرېښودل او امریکایان هغه ملت دی چې په افغانستان کې تسلیم شوی دی. دغه راز ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا په اوکراین کې هم تسلیم شوه او اجازه یې ورکړه چې زرګونه کسان و وژل شی او د اوکراین خاوره د روسی ځواکونو له لوری و نیول شی.