روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ټاکل شوې چې د کمال خان بند د وری په ۲یمه پرانیستل شی د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریانی

وایی، چې زموږ د ټولو مسوولیت دى، چې د کمال خان بند د پرانیستلو په مراسموکې ،چې له کورنی بودجې څخه د بهرنی مالی ملاتړ پرته جوړ شوى دى ، خپله ونډه ادا کړو.غوریانی ټینګاروکړ، چې دغه بند د اقتصادی اوصنعتی په تېره بیا د هېواد د کرنې په وده او پراختیا کې حیاتی رول لری او د دغه بند د پرانیستلو په مراسموکې ګډون د دولتی بنسټونو، خصوصی سکتور برخه اود افغانستان د خلکو ګډ مسوولیت دى.د خصوصی برخې استازو  هم  ژمنه وکړه، چې د کمال خان بند د پرانیستلوپه مراسمو کې ګډون کوی او د تبلېغاتی توکو ، بلبلوردونو په چاپولو ، رادیویی اعلانونوپه خپرولواوپه نورو  تبلېغاتی توکو په برابرولو کې به خپل مسوولیت ادا کړی . د کمال خان بند د جوړولو کار د هېواد  د لومړنی جمهور رییس  شهید سردار محمد داودخان د جمهوری ریاست په دوره کې پیل اوله ۴۴ کلن ځنډ وروسته د ډاکتر محمد اشرف غنی د جمهوری ریاست په دوره کې د افغانستان له پرمختیایی بودجې څخه بشپړ شو او ټاکل شوې ده د ١۴٠٠ کال د وری په دویمه د پرتمینومراسمو په ترڅ کې پرانیستل شی.دغه بند د ۵٢میلیونومکعب مترو اوبو په ظرفیت سره په نیمروز کې جوړ شوى ، چې د اتیا زره هکتاره مځکې د خړوبولو توان لری ،چې د کرنې په وده اوپراختیا کې ټاکوونکى رول لری . باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید