د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن د امریکایی ځواکونو د وروستۍ څرګندونې په تائید سره ویلی، چې طالبانو په دې وروستیو کې په فراه او هلمند کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.وېلس زیاته کړې: امریکایی ځواکونو د دوحې هوکړه نه ده نقض کړې،بلکې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی ، چې په خبره یې د سولې پروسې ته زیان رسولی شی.وېلسن ویلی، که تاوتریخوالی کمېږی، نو د سولې په برخه کې پرمختګ رامنځ ته کېږی، چې دا د هر افغان هیله ده.وېلسن یوځل بیا له طالبانو د تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه کړې ده.