روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ویاندویان دې رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړی

دویم خبر

د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  مولوی امیرخان متقی د نظام او رسنیو تر منځ د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.په همدې موخه ښاغلی متقی د مرغومی په ۱۲ مه د ګڼو وزارتونو له ویاندویانو سره ناسته کړې ده.نوموړی په دغې ناسته کې له ویاندویانو غوښتی، چې د اسلامی امارت د پالیسۍ په پام کې نیولو سره رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړی.ښاغلی متقی د وزارتونو ویاندویانو ته د اسلامی امارت کورنۍ او بهرنۍ پالیسی هم تشرېح کړې او ترې غوښتی یې دی، چې له رسنیو سره ښه همکاری ولری او د معلوماتو د ورکولو په برخه کې جدی هلې ځلې وکړی.د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د رسنیو او نظام تر منځ همکاری باید پراخه شی.په ورته وخت د غونډې د ګډونوالو له لوری دغه ډول ناستې ښه ابتکار او ګټورې وبلل شوې او هیله یې څرګنده کړې ده چې دا لړۍ دوام پیدا کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید