روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولې افغان حکومت لا هم په رسمیت نه دې پېژندل شوی؟!

نږدې لس میاشتې وشوې، چې د اشغال پر وړاندې د اسلامی امارت په مشرۍ د افغان ملت شل کلنه مبارزه بریا ته رسېدلې، د اشغال کرغېړن ټغر ټول شوی، د چارو واګی نوی خپلواک افغان حکومت ترلاسه کړی، پر ټول هیواد یو مرکزی او ځواکمن اسلامی نظام واکمن شوی، خونړۍ جګړې پای ته رسېدلی او د اداری فساد، غصب او  لوټمارۍ علمبرداران له هیواده تښتېدلی.

خو له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره بیا هم نوی افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، مهمه پوښتنه داده چې په دې برخه کې اساسی ستونزه چېرې ده او ولې نړیواله ټولنه د نوی افغان حکومت په رسمیت پېژندلو کې زړور ګام نه پورته کوی؟

د سیاسی چارو ځینې کارپوهان په دې موضوع کې نوی افغان حکومت ته د پړې ګوته نیسی او استدلال کوی، چې ګواکې اسلامی امارت د رسمیت پېژندنې نړیوال نورمونه نه دی پوره کړی او ځینې داسې سیاستونه یې خپل کړی ، چې د رسمیت پېژندنې پروسه یې پېچلې کړې ده.

بل لور ته افغان حکومت او ملاتړی یې په د ې باور دی، چې د رسمیت پېژندلو په لاره کې له ټولو ستر خنډ امریکا او لوېدیځه نړۍ ده، هغوی غواړی چې په دې ډول کړنو سره له افغان ملت څخه د خپلې ماتې کسات واخلی. په دې هکله څو ورځې وړاندې د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه تازه مرکه کې ویلی و، چې د رسمیت پېژندلو په لاره کې خنډ د دوی سیاستونه، نه، بلکې د امریکا او لوېدیځې نړۍ لجاجت دی.

د ښاغلی مجاهد په خبره امریکا نه په خپله د رسمیت پېژندلو لپاره ګام پورته کوی او نه هم بل چا ته اجازه ورکوی ، چې په دې برخه کې اقدام وکړی. مجاهد ټینګار کړی، چې حکومت یې د په رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړی، حکومت یې پیاوړی دی،  د امنیت او ثبات په رامنځته کولو کې بریالی دی او دا اوس د نړیوالې ټولنې دنده ده، چې د افغانانو د خوښې حکومت په رسمیت وپېژنی.

رښتیا هم اسلامی امارت  له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په هکله ډېر ګامونه پورته کړی او لا هم هڅه کوی چې دغه اړیکې پیاوړې شی، نوی افغان حکومت د سیمې له ډېرو هیوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لری او سیاسی استازی یې تګ راتګ لری.

که څه هم په څه ناڅه کچه افغان حکومت ته هم په دې برخه کې د مسئولیت ګوته نیول کېدایشی، چې ولې یې تر اوسه د رسمیت پېژندنې په برخه کې د سیمې او نړۍ د هیوادونو ملاتړ نه دی ترلاسه کړی؛ خو واقعیت دا دی، چې نړیوال او په ځانګړی ډول امریکا او ملاتړی یې د رسمیت پېژندنې موضوع له خپلو ګټو سره تړی او غواړې له دې لارې پر نوی افغان حکومت خپلې نامشروع غوښتنې ومنی.

د سیاسی چارو یو شمېر کارپوهان نظر لری، چې افغان حکومت دې په دې برخه کې هڅې څو چنده کړی او د امریکا او لوېدیځې نړۍ پر ځای دې له روسیې، چین، ترکیې او د سیمې له نورو هیوادونو سره رغنده خبرې وکړی او په خپلو سیاستونو کې دې د اسلامی او  ملی ارزښتونو په رڼا کې یو څه انعطاف وښیی.

رښتیا هم د رسمیت پېژندنې په برخه کې اسلامی امارت له امریکا او لوېدیځ سره د روسیې او چین له رقابتونو د خپل ځان په ګټه کار اخیستلی شی. دا چاره به نه یوازې د نوی افغان حکومت د نه په رسمیت پېژندنې په هکله په ظاهره نړیوال یووالی مات کړی، بلکې افغانستان به د امریکا او لوېدیځې نړۍ له غیر قانونی فشارونو او غوښتنو هم وژغورل شی.

په دې برخه کې د اسلامی امارت ټول ارګانونه باید د بهرنیو چارو وزارت ملاتړ وکړی، راتلونکی ګامونه په پوره هماهنګۍ واخلی او د افغانستان علیا مصالح باید په پام کې ونیول شی.

که په دې برخه کې کلکه اراده، پرلپسې هڅې او هماهنګی موجوده وی، ډېر ژر به مثبتې پایلې ولری، ځکه اوس هم په کابل کې پر چین، روسیې او ترکیې سربېره ۱۳ هېوادونه فعال سفارتونه لری او دیپلوماتان یې د اسلامی امارت له چارواکو سره رسمې لیدنې هم لری. د پاکستان، ایران، روسیې او چین ترڅنګ د سیمې ګڼو نورو هیوادونو هم د افغانستان سفارتونه اوسنی حکومت ته سپارلی دی.

لنډه دا چې د رسمیت پېژندنې په برخه کې له امریکا او لوېدیځ سره د خبرو پر ځای  دې ډېر تمرکز د سیمې هیوادونو او په ځانګړې توګه روسیې او چین سره پر خبرو وشی.

د اسلامی او ملی ارزښتونو په رڼا کې دې د نړیوالو غوښتنو په اړه یو څه انعطاف وښودل شی او د اسلامی امارت ټول ارګانونه د ې د بهرنیو چارو وزارت سره په پوره هماهنګۍاقدامات وکړی، ان شاء الله تعالی ډېر ژر به رسمیت پېژندنې ته لار هواره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید