د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ارګ له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې افغانان له جګړو ستړی شوی او باید د تاوتریخوالی اوسنۍ کچه راکمه کړل شی.
د ارګ له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې افغانان له جګړو ستړی شوی او باید د تاوتریخوالی اوسنۍ کچه راکمه کړل شی.ولسمشر غنی په دغه اعلامیه کې له طالبانو یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کړې ده.نوموړی ویلې، افغان جګړه د خبرو له لارې باید پای ته ورسول شی اوربند دې رامنځ ته شی او د بین الافغانی خبرو ادامه باید د تاوتریخوالی د ختمېدو سبب شی.ولسمشر غنی تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ، خو یادې ډلې یې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی.بل خوا طالبانو هر ځل ویلې ،چې په بین الافغانی مذاکراتو کې به د اوربند پر دې مسئله بحثونه وشی.ولسمشر غنی داسې مهال د اوربند غوښتنه کوی ،چې تیره اوونۍ په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغانی خبرې پیل شوی چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دی.