د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ولسمشر محمد اشرف غنی د دوشنبې په ورځ کوېت ته له لنډ سفر وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد، دوحه د قطر پلازمېنه ده،چې په کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دی.د ولسمشر غنی ویاند صدیق صدیقی دوحه کې رسنیو ته وېـیلی، چې ولسمشرغنی به دوې ورځې په دوحه کې وی، نوموړی وایی:(( ولسمشرغنی د قطر له مهمو چارواکو سره ګوری او موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخ شی او هم به د افغان سولې پر خبرو بحث وشی ))له ولسمشر غنی سره په دې سفر کې لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر او د کابینې او پارلمان څو غړی هم ملګری دی.ټاکل شوې ده ولسمشر غنی په دوحه کې د افغانانو خپلمنځی خبرو لپاره د حکومت له مرکچی پلاوی سره وګوری.د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مشر جنرال مېلر سره لیدل هم د دې سفر برخه ده.ویل کېږی ولسمشر غنی به دوحه انستیتیوت ته هم وینا وکړی.دوحې ته د افغان ولسمشر دا سفر په داسې مهال دی، چې د سېپټمبر له ۱۲ په کې د افغانانو خپلمنځی خبرې پیل شوې، خو لا هم د حکومت او طالبانو تماس ډلې د خبرو پر چلنلار یا طرزالعمل هوکړې ته نه دی رسېدلې.د دواړو تماس ډلو له لس ځلو ډېر سره لیدلی، خو دا لیدنې یې کومه ښکاره پایله نه لری.دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو مذاکراتی ټېمونو په لومړۍ غونډه کې پریکړه وکړه ،چې له دواړو غاړو پرته به درېیمګړی اسانچاری لوری ګډون نه لری.په ورته وخت کې د افغان دولت د مرکچی پلاوی غړی وایی، دوی د مذاکراتو د طرزالعمل د اختلافی مواردو لپاره بدیلې طرحې د طالبانو مرکچی پلاوی ته سپارلې او د هغوی ځواب ته په تمه دی.