د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنید دوشنبې په ماښام د المپیک د ملی کمېټې رییس او یو شمېر لوبغاړی ارګ ته وروغوښتل او ویې ویل، چې د نجونو د فوټبال د ملی لوبډلې د څو لوبغاړو د شکایت په اړه دې جدی تحقیقات وشی.د افغانستان د نجونو د فوټبال څو لوبغاړو تور پورې کړ، چې د هېواد د فوټبال د فدراسیون مسوولینو او روزونکو ځورولی دی. د هغوی شکایت لومړی پلا د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې او وروسته نورو نړیوالو رسنیو خپور کړ.ولسمشر غنی دغو تورونو ته په اشاره وویل : (( دا راپورونه بوږنوونکی دی، د سپورت کوونکو هېڅ ډول اهانت د منلو نه دی.))ښاغلی غنی لویې څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه، چې په خپل ټول صلاحیت دا قضیه په هراړخیز او مکمل ډول وڅېړی.ده همداراز وویل: له خپل مقام او موقف څخه سو استفاده د منلو نه ده او په سپورتی اورګانونو کې باید اخلاقی اصول بشپړ رعایت شی.په دې غونډه کې لوی څارنوال محمد فرید حمیدی وویل، چې د دې قضیې په اړه یې څېړنه پیل کړې او د لویې څارنوالۍ د مرستیال په مشرۍ یې د تحقیقاتو لپاره یو پلاوى ګومارلی دی.ښاغلی حمیدی ژمنه وکړه، چې دا قضیه به په هراړخیز ډول وڅېړی او د خپل کار نتیجه به ډېر ژر له ولس سره شریکه کړی.