د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاد سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونګو ګامونو خبرې وکړې او د سولې پروسې پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.ډاکتر زلمی خلیلزاد د سولې لپاره پر داخلی اجماع او سیمه ییزې او بین المللی دیپلوماسۍ خوښی وښوده او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د اغېزناک رول ډاډ ورکړ. �-�