روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولسمشر غنی : سوله د ولس غوښتنه او د حکومت لومړیتوب دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د شنبې په مازدیګر د ولسی جرګې اداری پلاوی، د کمېسیونونو او د پارلمانی ګروپونو له رییسانو سره په ارګ کې وکتل

په پیل کې په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردګ، د سیاسی تفاهم او ملی بنسټونو د پیاوړتیا، د لاښو خدمتونو وړاندې کولو، د دری ګونو قواو د همغږۍ او همکارۍ د زیاتوالی، له فرصتونو پر وخت له استفادې، د ملی شورا (ولسی جرګې او مشرانو جرګې) استازیو سره د دوامداره او کاری غونډو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.د ولسی جرګې رییس میررحمان رحمانی د ولسی جرګې د کړنو، د قوانینو د تصویب، د خلکو د شکایتونو د حل او د پارلمانی نظارت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د دغه ډول غونډو د دوام هیله وکړهورپسې ملک قیس نوراغا ملکزی د ولسی جرګې د کمېسیونونو، خان اغا رضایی د پارلمانی ګروپونو په استازیتوب او د ننګرهار د خلکو استازې لیلما حکیمی د دری ګونو قواوو د همغږۍ او همکارۍ، د ستونزو د حل لپاره د ګډ مېکانېزم، د سولې د تامین، له ولسی جرګې سره د حکومت د سولې طرحې د شریکولو، د ستونزو د حل په موخه د وزیرانو او وکیلانو د همکارۍ او لیدنو په اړه نظریات او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل

جمهوررییس غنی د ولسی جرګې مشرتابه او استازو ته د ښه راغلاست پرمهال د دولت د دری ګونو قواوو ترمنځ همغږی، همکاری او متقابل درناوی حتمی او مهم وبلل او د عالی مقام دفتر عمومی رییس او په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر ته یې لارښوونه وکړه چې د وکیلانو او وزیرانو ترمنځ د لا ښې همکارۍ او د خلکو د ستونزو د حل په موخه دې حکم ترتیب او د کابینې غونډې ته وړاندې کړی

جمهوررییس په ټینګار سره وویل، د خلکو ستونزو ته د پر وخت یې ستونزې دى حل شی او په دې موخه یو وزیر او د خپلواکو ادارو مسوولین له وکیلانو سره د لیدنو مهالوېش نشی بدلولی. هغه زیاته کړه، د ولسی جرګې او مشرانو جرګې له کمېسیونونو سره به د منظم مهالوېش له مخې کاری او دوامدارې غونډې ترتیب شی.

د هېواد جمهوررییس  وړاندیز وکړ، د ولسی جرګې د استازیو او وزیرانو غونډې دې ثبت شی، چې ټولو ته واضح شی چې هلته شخصی نه، بلکې ملی مسایل مطرح کېږی. هغه زیاته کړه، وزارتونه او ادارې باید وزارت محوره او اداره محوره شی.

جمهوررییس د ولسی جرګې استازیو څخه د قوانینو د تصویب له امله مننه وکړه او وې ویل، ځینې مهم قوانین لا هم پاتې دی او پر هغوی یې د تمرکز هیله وکړه. هغه زیاته کړه، ټولو وزارتونو او ادارو ته مې لارښوونه کړې چې اړوندې لایحې او مقررې مشخصې کړی.  

جمهوررییس  غنی څرګنده کړه، سوله د ولس غوښتنه او د حکومت لومړیتوب او مسوولیت دی او ما له ولس سره ژمنه کړې وه چې له ټاکنو وروسته به بېرته پر سوله تمرکز کوو او په همدې اساس موږ د سولې لپاره خپلې هڅې پیل کړی.

جمهوررییس د مشارکت او مشورې ارزښت ته په کتو وویل، د حکومت د سولې مسوده به د لا بډاینې او په سند د بدلېدو لپاره د  ولسی جرګې او مشرانو جرګې له استازو سره شریکه شی. هغه زیاته کړه، ماحول بدل شوی، جمهوریت خپله بقا او دوام تثبیت کړې او په دې برخه کې هېڅ ډول شک او ابهام وجود نه لری

محمداشرف غنی د ولسی جرګې د استازیو له لوری د حکومت د چارو په نظارت کې تېرو ستونزو  ته په اشارې وویل، د نظارت اصل سم دی، مګر د څارنې شېوه او ډول باید تعریف او واضح شی، ځکه نظارت یو تخصصی کار دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید