روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولسمشر غنی د یوې نوې امنیتی دفاعی طرحې د جوړېدو اعلام وکړ

بلخ وته د امنیتی وضعیت د ارزونې لپاره ولسمشرمحمد اشرف غنی پرون په مزار شریف کې له امنیتی چارواکو سره غونډه وکړه.ولسمشر غنی له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته ووېیل، چې د درېیوو میاشتو په ترڅ کې به د هغو تهدیدونو مخه ونیول شی ،چې مهمو اقتصادی بندرونو او د ولایتونو مرکزونو ته متوجه دی.نوموړی زیاته کړه: افغان هوایی ځواک د پیاوړی کېدو په حال کې دی او په لنډ وخت کې به امریکا په لسګونو بلک هاک هیلکوپتر افغانستان ته وسپاری.په مزارشریف کې پرونۍ غونډه د بلخ ولایت په مقام کې جوړه شوه. لومړی امنیتی مسوولینو د بلخ په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د امنیتی وضعیت په هکله ولسمشر غنی ته راپور وړاندې کړ.ولسمشر غنی پرون سهار د جګپوړی پلاوی په مشرۍ مزارشریف ته ولاړ.په وروستیو دوو میاشتو کې طالبانو د بلخ په کې یو شمېر سیمې لاندې کړی او د مزار شریف ښار ته په نږدې سیمو کې دوی د خپل حضور ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړی دی.په همدې حال کې ولسمشر غنی د هوایی ځواکونو د ځانګړې لوا له پیلوټانو سره د خبرو پر مهال ډاډ ورکړی، چې هوایی ځواکونه به د جنګ لوری بدلوی او اړین ثبات به راولی.ولسمشر غنی د افغان ځواکونو د لا زیاتې اغېزمنتیا لپاره له دې پرېکړې هم خبر ورکړی، چې د ځانګړو ځواکونو قطعه او د هوایی ځواکونو ځانګړې لوا به سره یوځای کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید