روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولسمشر غنی د پکتیکا عمومی امنیتی وضعیت وارزاوه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د لوړپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ پرون سهار د پکتیکا مرکز ښرنې ته سفر وکړ.لومړی ولایتی مسوولینو، مشرانو او متنفذینو جمهوررییس، د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح او ورسره پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او وروسته جمهوررییس غنی په امنیتی غونډه کې د یاد ولایت عمومی امنیتی وضعیت وارزاوه.په پیل کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان برید جنرال ګدامحمد دوست، د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال نثار عبدالرحیمزی او د پکتیکا د ملی امنیت رییس برید جنرال رازمحمد رښتین د یاد ولایت د عمومی امنیتی وضعیت، د لویو لارو د امنیت د تامین، د لارښوونو پر اساس د محاربوی فعالیتونو او د دښمن د شومو پلانونو د دفع کولو په اړه د خپلو فعالیتونو راپورونه جمهوررییس ته وړاندې کړل.امنیتی مسوولینو وویل: د ولسونو په همکارۍ د لویو لارو امنیت تامین شوی او د وضعیت د لا ښه والی لپاره زموږ هڅې دوام لری او له ولسونو سره د تفاهم په پایله کې د جرمونو کچه هم راکمه شوې ده.یادو مسوولینو د وسایطو د ترمیم ستونزې ته په اشارې وویل: اړوندو مسوولینو ورسره د ترمیم ژمنه کړې ده. هغوی زیاته کړه: د غزنی اندړو ولسوالۍ او د پکتیا زرمت ولسوالۍ امنیتی ستونزو د پکتیکا پر امنیت منفی اغېز لری او شملزو او نوبهار ولسوالیو څخه هم تهدیدات متوجه دی.ورپسې د ملی دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیا د امنیت د لا ښه والی په اړه د ولسونو غوښتنو ته په اشارې وویل: د پکتیکا قومونو په همکارۍبه د دښمن د تګ راتګ لارې وتړو او د لویو لارو امنیت ته جدی پاملرنه کېږی.همداراز د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معیین سترپاسوال عبدالصبور قانع وویل: د پکتیکا د امنیتی وضعیت د لا ښه والی لپاره د پکتیکا والی سره په همغږۍ به په یاد ولایت کې د پولیسو عمومی ارزونه وکړی او د پایلو پر اساس به یې تصامیم ونیول شی.په غونډه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم کټوازی وویل: له دولت سره په همکارۍ کې د قومی جوړښتونو رول مثبت ثابت شوی او دولت باید هغوی ته پام وکړی.

ورپسې د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې د لویې پکتیا د کادرونو قربانۍ وستایلې او وې ویل: د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې به د پکتیکا د ځوانانو جذب ته جدی پاملرنه کېږی او کچه به یې زیاتېږی.جمهوررییس محمد اشرف غنی د امنیتی مسوولینو د راپورونو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د پکتیکا د امنیت په تامین کې د مسوولینو له هڅو د مننې ترڅنګ وویل: د امنیتی وضعیت په اړه ستاسو دقیق معلومات ،ځکه مهم دی چې راتلونکی پلانونه د همدغو معلوماتو پر بنسټ ترتیبېږی.جمهوررییس د لویو لارو امنیت لا ښه والی او د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره د زرمت د لویې لارې د پرانیستې او د بېسونو جوړولو لارښوونه وکړه او وې ویل: په وضعیت کې د مثبت بدلون لپاره واضح امنیتی میثاق ته اړتیا ده.د هېواد جمهوررییس وویل: د پکتیکا ولسونه پر ژبه، قول او خپلو ژمنو ولاړ خلک دی او د مسوولینو د ظرفیت تعریف یوازې د امنیت تامین دی. د خلکو ټولنیزو ارزښتونو ته باید درناوی وشی او د پولیسو لپاره دې واضح ترتیب ونیول شی، ترڅو لا زیات پیاوړی او ظرفیتونه یې لوړ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید