روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولسمشر غنی د قزاقستان ،قرغیزستان او ازبکستان له جمهورو رییسانو سره په دوو اړخیزو همکاریو بحث وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی او د قزاقستان جمهوررییس قاسم جومرت توکایف  د کرنې، سوداګرۍ، پانګونو او نورو برخو کې د دوو اړخیزو همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.په دغه کتنه کې چې په پلازمېنه بېشکیک کې ترسره شوه      

، دواړو مشرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ په  تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو ته په اشارې پر لا پراختیا ټینګار وکړ.جمهوررییس غنی له تروریزم سره د جګړې په برخه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو مبارزې او سرښندنو ته په اشارې وویل: افغانستان چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لری، افغانانو په دې برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړی.جمهوررییس غنی او د قزاقستان جمهوررییس څرګنده کړه: د پانګونې، د کرنې د پراختیا، سوداګرۍ، په ساختمانی برخو کې همکارۍ او چارې به د دواړو هېوادونو اړوند کاری ټیمونه په ګډه سره تعقیب کړی.

د یو بل خبر له مخې: د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی او د قرغیزستان جمهوررییس سورونبای جیین بیکوف وړم ماسخوتن په پلازمېنه بېشکیک کې د دواړو هېوادونو د اړیکود لا پراختیا، افغان سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې اواقتصادی همکاریو په اړه بحث وکړ.د قرغیزستان جمهوررییس سورونباى جیین بیکوف جمهوررییس غنی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د تلپاتې سولې د تامین ملاتړ وکړ او وې ویل: هېواد یې د تروریزم پر وړاندې د افغانانو د مبارزې قدردانی کوی.نوموړی څرګنده کړه: قرغیزستان غواړی د افغان دولت له لارې په افغانستان کې مېشت قرغیزیانو سره دوامدارې او حمایوی اړیکې ولری.جمهوررییس غنی د قرغیزستان د جمهوررییس او خلکو ښې مېلمه پالنې، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډې د ښه مدیریت او له افغانستان سره د همکاریو قدردانی وکړه.د هېواد جمهوررییس په قرغیزستان کې افغان محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرولو له امله جمهوررییس سورونبای جیین بیکوف څخه په مننې سره وویل: په افغانستان کې د کاسا زر (له منځنۍ آسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبی آسیا ته د برېښنا د لېږد) پروژې کارونه په چټکۍ روان دی.

د غه راز: د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی او د ازبکستان جمهوررییس شوکت میرضیایف وړم ماسپښین پلازمېنه بېشکیک کې د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه ییز اتصال په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.په دغه کتنه کې دواړو لوریو په دې ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په برخو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د لاسلیک شویو پروژو او تفاهم لیکونو د تطبیق بهیر د چټکولو لپاره دې ګړندی ګامونه واخیستل شی.دجمهوررییس غنی د افغان سولې په برخه کې د ازبکستان له مرستې او رول څخه په مننې سره وویل: ټول هېوادونه دې د افغان سولې په پروسه کې خپلې همکارۍ همغږې، مشترکې او منظمې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید