د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
جمهوررییس محمد اشرف غنی د احصایې او معلوماتو ملی ادارې له مسوولینو سره په غونډه کې د تخنیکی ټیم، سیستمونو جوړولو، انکشاف او برېښنایی تذکرو د وېش په اړه د دوی د کړنو راپور واورېده.په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې رییس وویل، نړیوالو معیارونو ته په پام یې په وزارتونو او ادارو کې د سیستمونو د لا انکشاف او د کارونو د ښه والی په موخه ظرفیتونه روزلی.هغه د سیستمونو د تطبیق، خالی والی، له انکشاف او د ادارو د رهبرۍ له بدلون وروسته د لومړیتوبونو د بدلون، د فعالیتونو او خدماتو وړاندې کولو د تکرار او ځینې نورې اړوندې ستونزې له جمهوررییس سره شریکې کړې.د احصایې او معلوماتو ملی ادارې رییس وویل، د بشری ځواک د زیاتوالی لپاره یې د کادری سیستم د طرحې برابرولو ترڅنګ نږدې شپږ میلیونه برېښنایی تذکرې وېشلې او د اتو میلیونه تذکرو د وېش غوښتنه موجوده ده.جمهوررییس غنی د معلوماتو او مرکزې احصایې ادارې مسوولینو څخه د ظرفیت ایجاد، سیستمونو جوړولو او شپږ میلیونه تذکرو د وېش مننه او د دغه بهیر په لاچټکولو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، د ستونزو د حل او د چارو د لا چټکتیا په موخه دې په هېواد کې له شته ظرفیتونو څخه استفاده وشی.جمهوررییس څرګنده کړه، د افغانستان بانک ډیجیټلی شوی، کورنیو چارو، ملی دفاع، پوهنې، عامې روغتیا، کلیو پراختیا او فواید عامې وزارتونه د دغې پروسې په لومړیتوبونو کې دی. د مالیې وزارت د خزاینو سیستم، بودجه او د معاشونو ورکړه بایدمطلق ډیجیټلی شی.محمد اشرف غنی د چارو ادارې عمومی رییس او د احصایې او معلوماتو ملی ادارې رییس ته د چارو د تکرار د مخنیوی په موخه کابینې ته د وړاندیزونو برابرولو او د مختلفو سیستمونو پر ځای د واحد دولتی سیستم رامنځته کولو او انکشاف لارښوونه وکړه.جمهوررییس غنی وویل، د افغانستان د ډیجیټلی کېدو په صورت کې به راکړې ورکړې اسانه، خدمات او د زېربنایی پروژو اوچارو مدیریت په مراتبو اغېزناک شی.جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د معلوماتو او مرکزی احصایې مسوولینو ته په خطاب کې وویل، په تاسو ټولو پانګونه کېږی، په ډېر اعتماد کار وکړئ، شبکې مو پراخه کړئ، ځکه کار به مو هغه وخت لا ډېر اغېزناک وی چې ټولو ادارو ته وغځېږی.