روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولسمشر غنی: افغان ځانګړې ځواکونه دې د ولایتونو په کچه خپلو عملیاتو ته زور ورکړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د هېواد د ولایتونو د امنیتی وضعیت د ارزونو په لړ کې، په تېرو دوو ورځو کې په دوو امنیتی غونډو کې، د ۲۰۹ شاهین او ۲۱۷ پامیر قول اردوګانو قوماندانانو او همداراز د کورنیو چارو وزارت د کشف او جرایمو عمومی رییس او د ځانګړو ځواکونو عمومی قوماندانان سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.په دې غونډه کې چې د ملی امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب هم حضور درلود، جمهوررییس په پرونۍ غونډه کې چې د ۲۰۹ شاهین او ۲۱۷ پامیر قول اردوګانو قوماندانانو سره ترسره شوه، لومړی د یادو قول اردوګانو اړوندو سیمو د عمومی امنیتی وضعیت راپور واورېده.جمهوررییس د امنیتی او دفاعی ځواکونو اکمالاتو ته په لا زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ او وې ویل: د سرحدونو په ځانګړی ډول د حیرتان او آقینې بندرونو امنیت چې ځانګړی اقتصادی اهمیت لری، کلیدی دی.جمهوررییس وویل: د سیمه ییزې حکومتولۍ، ولسی کار او د جوزجان، سرپل او کوهستاناتو او ورته نورو سوداګریزو بندرونو امنیت ته دې لا زیاته پاملرنه وشی.جمهوررییس څرګنده کړه: هغه عملیات چې د امنیتی او دفاعی ځواکونو له لوری کېږی، باید د نیول شویو ساحو او همداراز د بدخشان، تخار، کندوز او بغلان امنیت ته پاملرنه وشی او د نېشه یی توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې دې ګډې هڅې و شی.جمهوررییس په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د کشف او جرایمو عمومی رییس او د ځانګړو ځواکونو عمومی قوماندان سره له جرمونو، نېشه یی توکو، غیر مسوولو وسله والو ګروپونو او غاصبینو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.جمهوررییس ټینګار وکړ، چې خلک بایدد پولیسو له کړنو په ځانګړی ډول کابل ښار کې راضی وی او له خلکو سره له نږدې کار وشی ترڅو باور جوړونه زیاته شی.جمهوررییس د عملیاتو او وروستیو کړنو له امله د ځانګړو ځواکونو له قوماندان مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د کابل او ولایتونو په کچه خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی.جمهوررییس غنی د اعاشې د ښه کېدو، تاسیساتو ته د پاملرنې، پر وخت د ټپیانو درملنې او هغوی ته د لا زیاتو تعلیمی مرکزونو د جوړېدو په اړه ټینګار وکړ او د کابل د وړمې ورځې تروریستی برید د مهار او د هېوادوالو د لا زیاتو تلفاتو د مخنیوی له امله یې د ځانګړو ځواکونو د عمومی قوماندان ځانګړې مننه وکړه.په دې ویډیو کنفرانس کې، جمهوررییس غنی د ۲۰۹ شاهین او ۲۱۷ پامیر قول اردوګانو له قوماندانانو او همداراز د کورنیو چارو وزارت د کشف او جرایمو عمومی رییس او د ځانګړو ځواکونو عمومی قوماندان څخه وغوښتل، چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته په پام کورونا ویروس سره مبارزې ته جدی پاملرنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید