د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغان حکومت وایی: د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ۱۳۹۹ لمریز کال بودجې ته بیا کتنه کېږی.د ولسمشر مطبوعاتی سلاکار وحید عمر پرون په کابل کې وویل، ولسمشر غنی په پام کې لری چې د ۱۳۹۹ کال په بودجه کې د یو شمېر غیر ضروری پروژو پېسې د کرونا ویروس مبارزې ته ځانکړی کړی.ده زیاته کړه: (( د افغانستان ټوله بودجه د بیا کتنې او تعدیل په حال کې ده، په هغو ځایونو کې چې غیر ضروری پروژې دی بودجه د کرونا ویروس بودجه ته انتقالېږی، زه تاسو ته په اټکلیز ډول ویلی شم چې شاید موږ شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ د کرونا لپاره ځانګړی کړو.)) ښاغلی عمر وایی، د کرونا ویروس د مخنیوی لپاره د اړوندو بنسټونو ترمنځ لازمه همغږی رامنځته شوې او ټول بنسټونه د عامې روغتیا وزارت سره پوره همکاری لری. دا په داسې حال کې ده چې تازه اروپایی ټولنې له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې لپاره ۱۱۷ میلیونه یورو مرسته کړې. همدا شان نړیوال بانګ هم په پام کې لری چې ۱۰۴ میلیونه ډالره له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې په برخه کې مرسته وکړی. مودې وړاندې امریکا هم له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې لپاره ۱۵ میلیونه ډالره د مرستې خبره کړې وه. له دې مرستو سره سره افغان حکومت هم د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره شپږ میلیاردو شپږ سوه میلیونه افغانۍ هم ځانګړې کړی. د ویلو ده چې دغه پېسې به د روغتونو په جوړلوو، د کرونا ویروس د تشخیص، د اضطراری حالت لپاره چمتوالی او د اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ځانګړی شی.دا په داسې حال کې ده چې د کویډ- ۱۹ ناورغی کچه په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده