روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولسمشریزې ټاکنې نه ځنډول کېږی

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، د جمهوری ریاست په ټاکنو کې ځنډ د منلو نه دى او وایی، دغه ټاکنې به پر خپل ټاکلی وخت تر سره شی. د ولسمشر غنی ویاند هارون چخانسوری رسنیو ته په لېږل شوی پیغام کې ویلی چې: (( حکومت د اساسی قانون په اساس او د انتخاباتو کمېسیون لخوا د اعلام شوې نېټې له مخې پر خپل وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ژمن دى.)) پر همدې مهال اجرائیه رییس هم وایی چې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل ټاکلی وخت وشی. د سپېدار ماڼۍ لخوا رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله ویل شوی چې سوله بېل بحث دى او له انتخاباتوسره کوم تړاو نه لری.​ بیان وایی چې عبدالله پرون سې شنبې په خپل دفتر کې د امریکا له سفیر جان بس سره د لیدنې پرمهال ویلی چې افغان حکومت، د انتخاباتو کمېسیون او نړیوال ملګری پر ټاکلی وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه ګډې هڅې کوی. د اعلامیې له مخې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ویلی چې هېواد یې پر خپل ټاکلی وخت د افغان انتخاباتو ملاتړ کوی. د امریکا سفیر هم پر خپل ټوېټر لیکلی چې هېواد یې د ۱۳۹۸ل کال د حمل د ۳۱ انتخاباتو په برخه کې د ټاکنو له کمېسیون او افغان حکومت سره خپلو مرستو ته ژمن دى. ښاغلی بس ویلی چې د ټاکنو د وخت په اړه پرېکړه په افغانانو پورې اړه لری. افغان حکومت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی چې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکایی مقاماتو له قوله ویلی چې د امریکا حکومت پر دې غور کوی چې د سولې د  روانو هڅو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومت څخه د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ځنډېدو غوښتنه وکړی. دغه ورځپاڼه وایی، د امریکا حکومت دغه څرګندونې د افغانستان په اړه په غونډه کې کړې او د غونډې ګډون کوونکو ورسره شریکې کړې دی. دغه راپور پر داسې مهال خپور شوى چې د امریکا حکومت په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه خپلې هڅې تېزې کړې او غواړی چې طالبان د افغانستان د سولې د پروسې په خبرو کې شامل کړی. ورځپاڼه زیاتوی چې د امریکا حکومت د افغان سولې په اړه د روانو کوښښونو په دوام زلمى خلیلزاد د افغانستان لپاره د خپل ځانګړی استازی په توګه ټاکلى دى. ښاغلى خلیلزاد دا مهال د افغان سولې په تړاو افغانستان او د سیمې هېوادونو ته په دوهم سفر وتلى دى. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې مهاله د ولسمشریزو انتخاباتو د احتمالی ځنډېدو غوښتنې په اړه څه نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې ویلی وو چې د ولسمشرۍ انتخابات به د ۱۳۹۸کال د وری میاشتې پر ۳۱مه وشی. د ولسمشرۍ انتخاباتو د نېټې په رانژدې کېدو افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او په هند کې پخوانی افغان سفیر شیدا محمد ابدالی راتلونکو ټاکنو ته د درېدو رسمی اعلام کړى او سیاسی ګوندونه هم له خپلو ادرسونو د نوماندانو معرفی کولو په اړه سلا مشورې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید