روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولسمشریزې ټاکنې به له هر راز درغلیو پاکې وی!

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ګوتو په شمار ورځې پاتې دی، یعنې د راروانې تلې په ۶ مه د شنبې په ورځ به ولسمشریزې ټاکنې وشی. د دې ټاکنو لپاره پوره چمتوالى نیول شوى ، د ټاکنو مواد مراکزو ته رسېدلی او د امنیت لپاره یې پوره ډاډ ورکړل شوى دى. د دې ټاکنو اهمیت په دې کې دى، چې د تېر کال د ولسی جرګې د ټاکنو پر مهال، تخنیکی تېروتنو ته په کتو سره، دا ځل په بایومېټریک پوره حاکمیت او ډاډ تر لاسه شوى او د ټاکنیزو کمېسیونونو کارکوونکی به پر نویې ټکنالوژۍ دا ټاکنې وکړی، د ټاکنو مراکز هم وېشل شوی، چې له دوو سوو ډېرې رایې په کې نه کارېږی، یعنې هر مرکز ته لېستونه برابر شوی، چې بیا کوم کاندید په هېڅ توګه ادعا نه شی کولى، چې ګنې په دا یا هغه مرکز کې یې زرګونه یا آن لسګونه زره رایې تر لاسه کړې، دا ناسمه ادعا ده، د ټاکنیزو مراکزو رایې به په پوره روڼوالی سره حسابېږی. د ټاکنو د امنیتی تدابیرو لپاره څه ناڅه یو لک کورنی او بهرنی ځواکونه ګومارل شوی او یا هم د تیارسئ په حالت کې دی، دکورنیو چارو او ملی دفاع وزارتونه، ملی امنیت او د ناټو ځواکونه د دې لپاره پوره همغږی لری او د ټاکنو امنیت به تر بل هر وخته ډېر ټینګ وی، دا منو چې طالبانو د ټاکنو پر مراکزو د بریدونو اعلام کړى، خو هغوى به ونه شی توانېدلى، چې سر را پورته کړی! د ټاکنو د باور لپاره له سلو زرو ډېر ناظرین ګومارل شوی، چې د ټاکنو بهیر وڅاری او د هرې درغلۍ په وخت کې خپل شکایتونه درج کړی، لومړى خو دا ولسمشریزې ټاکنې پر کارټونو نه کېږی، چې د تېر په څېر جعلی جوړ شی،بلکې رایه ورکوونکی د ټاکنو لپاره د وخته ثبت او تذکرې یې سټیکر شوې دی، د رایه ورکوونکیو مراکز هم وېشل شوی، چې یو کس نه شی کولى، په څو څو مراکزو کې په درغلۍ سره رایه ورکړی، ځکه بایومېټریک سیستم د هغوى د ګوتې نښه ثبت کړې او دوهم ځل رایه ورکولو ته څوک نه پرېږدی. پر ټاکنو د څار مسئله ډېره مهمه ده. د ټاکنو خپلواک کمېسىون وایی، د دوى په سىسټم کې د ثبت شوىو شمېرو له مخې به ولسمشرىزې ټاکنې ۱۰۰ زره کورنی او بهرنی ناظرین ټاکنې وڅاری. د ټاکنو کمېسىون ویلی، تر اوسه ورته اتو نړىوالو بنسټونو، ۱۲ رسنىو، ۱۸ ملی بنسټونو، ۱۱ ګوندونو او ۹ ټاکنىزو ټىمونو خپل ناظرین او څارونکی ورمعرفی کړی دی. په سىسټم کې ۱۰۵ زره او ۳۳۰ کسان څارونکی ثبت شوی او هغوى ته ټولې اسانتىاوې برابرېږی، دغه راز به ىوناما، د استرالىا د څارونکو ډله، د انګلستان، کاناډا، هند او اىران سفارتونه د ځانګړو مېلمنو په توګه د ټاکنو نظارت کوی. نو دلته هم په تخنیکی، په ټاکنیزو مراکزو کې ثبت شوی کسان، د ټاکنو امنیت او د ټاکنیز څار ، هغه څه دی، چې د دې ټاکنو روڼوالى، کره والى او خوندیتوب په ډاګه کوی. خو د ناظرینو دنده یوازې او یوازې د ټاکنو په ورځ سر ته نه رسېږی، بلکې هغوى مکلف دی، چې د رایو صندوقونو په انتقال، شمېرنې او د نتایجو په مالومولو او بیا د ټاکنو د پایلو په اعلامولو سره خپله ورسپارل شوې دنده په پوره امانتدارۍ سره تر سره کړی! موږ وینو، چې یو شمېر کاندیدان ګواښ کوی، چې ګنې ټاکنې یې په خوښه نه وی، نو هغوى به پر خطرناک اقدام لاس پورې کړی!؟ دا د خندا وړ ګواښ دى ، هغوى هېڅ هم نه شی کولى، دا ځل له ټولو کاندیدانو په ملی او نړیواله کچه ضمانت اخیستل شوى، چې د ټاکنو د بایللو په صورت کې به هېڅ هم نه کوی، بلکې په ورین تندی به د ټاکنو پایلې منی! دا کسان، چې ګواښونه کوی، نه لښکرې ورسره دی، نه هم د لښکرو ګرځولو واک لری، بلکې کورنی ځواکونه په هر وخت کې هغوى لاس تړلی عدالت ته حاضرولى شی، ولس دې ډاډه وی، باید په دقت سره رایه ورکړی او د خپل ملت لپاره راتلونکى مشر په خپله وټاکی!

ممکن است شما دوست داشته باشید