د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ولسمشر غنی یو وار بیا پر پاکستان غږ وکړ که د افغانستان په تړاو خپلو پالیسیو کې تغییر رانه ولی، د جنوبی آسیا تر ټولو فقیر هېواد به بدل شی.ولسمشر غنی وړمه شپه په کابل کې د شمشاد په نامه له خصوصی تلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل: پاکستان اړ دی ، چې د افغانستان او سیمې په تړاو د جګړې د هڅونې پالیسی بدله کړی، ځکه د سیمې تر ټولو لوى اقتصادی فرصتونه به یې له لاسه ووځی.ولسمشر زیاته کړه: پاکستان له سخت اقتصادی بحران سره مخ او اتیا زره مېګاواټه برېښنا ته اړ دی او دا له افغانستان سره په دښمنۍ نه شی ترلاسه کولی.ولسمشر د ټاپی پروژې په تړاو د پاکستان د لېوالتیا کمېدو په هکله وویل: (( پاکستان خپل اقتصاد منځنۍ آسیا ته له لار موندلو پرته نه شی تکمیلولی، نه هم له خپلو منابعو څخه اتیا زره مېګاواټه برېښنا پوره کولی شی، اړ دی چې دا له منځنۍ آسیا واخلی او دا کار له افغانستان سره په دښمنۍ نه شی کولی.))ولسمشر غنی زیاته کړه: له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه هېڅ ډول معامله نه ده شوې، بلکې پر وینا یې افغانان خپل تاریخ نه هیروی او خپل قدرت ته انتظار کوی.ولسمشر غنی دا خبرې په داسې حال کې کړې ،چې نوموړی په خپلو خبرو کې تل ویلی، چې پاکستان یې په تېرو پنځو کلونو کې له اقتصادی پلوه له سختو مجبوریتونو سره مخ کړی ، آن تر دې چې تورخم بندر به پاکستان پخوا پر کابل د فشار لپاره تړلو، خو اوس یې مجبورا ۲۴ ساعته پرانیست.