د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
سرچینې وایی، ولسمشر محمد اشرف غنی د لوګر ولایت لپاره د ۸۵۷ ښوونکو نوی بستونه منظور کړل.د چارو ادارې د ریاست دفتر مرستیال طارق ستانکزی وایی: په هېواد کې د ښوونځیو د ښوونکو کمښت ستونزې ته په کتو ولسمشر د لوګر لپاره دا بستونه منظور کړې دی.دی زیاتوی ،چې څو ورځې وړاندې د جمهوری ریاست د چارو ادارې رییس محمود فضلی، د وزارتونو استازو او د لوګر والی په ګډه غونډه کې د لوګر لپاره د ۸۵۷ ښوونکو نوی بستونو وړاندیز شوی وو، چې د همدې غونډې په تعقیب سره تازه د ولسمشر غنی له لوری د یاد ولایت لپاره د ښوونکو ۸۵۷ نوی بستونه منظور شول.نوموړی پر خپل ټوېټر لیکلی: (( د لوګر اوسېدونکو په غوښتنه په روان کال کې د هغه ولایت د ښوونکو په تشکېل کې ۸۵۷ نوی بستونو وړاندیز شوی وو، چې د ولسمشر له لوری منظور شول . )) باید وویل شی ،چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د ښوونځیو یوه مهمه ستونزه د ښوونکو کمښت دی، چې دغې ستونزې د پوهنې بهیر له یو لړ سترو ننګونو سره مخ کړی او وخت ناوخت یې په هکله خلک توندې نیوکې کوی.د پوهنې وزارت هم منی ،چې د ښوونکو د کمښت ستونزه د کابل او ولایتونو ښوونځیو کې شته؛ خو دوی هڅې کوی چې بنسټیزې حل لارې ورته وګوری.د دغه وزارت چارواکو ویلی ،چې ډېر ژر به د پلازمېنې او ولایتونو ښوونځیو کې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدی.دا په داسې حال کې ده ،چې تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غنی په ځانګړو او جلا جلا فرمانونو کې د ننګرهار او کندهار ولایتونو لپاره د ښوونکو نوی بستونه منظور کړل، چې دغه ګام د یادو ولایتونو د استازو له تود هرکلی سره مخ شو.