د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د اروپایی ټولنې د فساد پر وړاندې مبارزې شپږم کلنی کنفرانس کې د ګډون او وینا پرمهال له فساد سره د مبارزې کمېسیون ایجاد اعلام کړ.په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوی یاد کنفرانس ته د وینا پرمهال د اروپایی ټولنې استازی او له فساد سره د مبارزې سفارتی ګروپ ګډ رییس انډرېس برانټ وویل: د فساد پرضد د افغانستان حکومت د مبارزې هرکلی او په دې برخه کې ورسره د دوامداره همکارۍ ژمنه تازه کوو.انډرېس برانټ وویل: د ښې حکومتولۍ، ولسواکۍ، ملت جوړولو، مارکېټ او راتلونکی جوړولو، پر حکومت او جمهوریت د خلکو د باور لپاره له فساد سره جدی مبارزې ته اړتیا ده او حکومت باید د فساد ضد مبارزې اوږدمهاله ستراتېژی په جدیت تطبیق کړی.ورپسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ یا یوناما ځانګړې استازې دیبورا لاینس په خپلو خبرو کې فساد د افغانستان لپاره لویه ستونزه وبلله او وې ویل: له افغانستان حکومت سره په ګډ کار کوو ،چې د فساد پر وړاندې د مبارزې ټول قوانین په بشپړ ډول تطبیق شی او دغه مبارزه په مسوولانه ډول پرمخ یووړل شی.جمهوررییس محمد اشرف غنی د فساد ضد مبارزې په اړه د حکومت ژمنتیا ته په اشارې وویل: د حکومت د رهبرۍ او په ملی کچه په دې اړه اجماع موجوده ده، خو د څرنګوالی په اړه به یې د عنعنوی لویې جرګې یا کوم بل جوړښت په چوکاټ کې ملی بحث وشی .د هېواد جمهوررییس وویل: د فساد پر وړاندې د مبارزې نوې ستراتېژی د لازمو مشورو په رڼا کې زیات انکشاف ته اړتیا لری. له مرسته کوونکو سره خبرې او په دې برخه کې زده شوی درسونه هم مهم دی. ده زیاته کړه: له فساد سره د مبارزې د مؤثریت لپاره باید شته خنډونه لرې او پر ظرفیت لوړولو پانګونه وکړو.
جمهوررییس وویل: خوښ یم چې له فساد سره د مبارزې کمېسیون ایجاد چې له پنځو غړو څخه به یې درې نارینه او دوه ښځینه وی، اعلاموم. د اړتیا وړ ټولې منابع او واکونه به دې کمېسیون ته انتقال شی او هیله ده، چې له فساد سره د مبارزې په لاره کې د فعال جوړښت په توګه عمل وکړی. ده زیاته کړه، دا کمېسیون به ولس، پارلمان او حکومت ته د خپلو کړنو ځواب ورکوی.
جمهوررییس غنی وویل: د سولې د اعمار اړتیا ته په پام چې د راستنېدو ادغام سره تړلی او له بېوزلۍ سره مبارزه چې زموږ یو لومړیتوب دی، موږ باید په خپلو فعالیتونو کې مؤثریت رامنځته کړو، ترڅو د ثبات، سولې او د خلکو د هوساینې لپاره لازم شرایط برابر کړو.
د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: موږ په مختلفو برخو له هغې ډلې د امنیتی سکتور، زېربناوو او د قانون د حاکمیت په برخو کې د خپلو ملی برنامو ټولیزه ارزونه پیل کړې ده. ده زیاته کړه: له فساد سره د مبارزې ستراتیژی پیاوړې کېږی او د هغې زیات تمرکز به د لوړپوړو مقاماتو فساد سره د مبارزې په اړه وی. جمهوررییس څرګنده کړه، د دولت د ټولو کارکوونکوبایومتریک بشپړ شوی او الکترونیکی تذکره زموږ له لومړیتوبونو څخه دی او اوس یې شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی او همدارنګه له فساد سره د مبارزې د موثریت په موخه باید موږ د ظرفیتونو په برخه کې پانګونې وکړو. ده زیاته کړه: یو زر محاسب او مفتشین په یو کال کې روزل کېږی او موږ باید دا ظرفیت پیدا کړو.
جمهوررییس غنی د شتمنیو د ثبت په برخه کې د حکومت جدیت ته په اشارې وویل، ترڅو چې د پارلمان وکیلان او لوړپوړی مقامات خپلې شتمنۍ ثبت نه کړی، نو دسفرونو اجازه به ورنه کړم.
محمداشرف غنی څرګنده کړه: په بودجه جوړولوکې مې اصلاحات راوړی چې موخه یې د عوایدو زیاتوالی او د بودجې په لګښت کې باید اساسی ټینګار د عوایدو پر زیاتوالی وشی ،چې همدا زموږ ستراتیژی ده. ده زیاته کړه، د امنیتی او دفاعی ارګانونو په ګډون مې له نورو سره درې ورځې د بودجې جوړولو په اړه کار کړی.