د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان دملی دفاع وزارت ولایتونو ته د مرسته شویو غنمو د لېږد دپیلېدو خبر ورکوی.له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې دغه زرګونه ټنه غنم د رییس الوزرا د حکم پر اساس او د ملی دفاع وزارت په رهبرۍ د تحرکاتو ملی لېوا په مرسته ولایتونو ته لېږدول کېږی.د ملی تحرکاتو لېوا قوماندان مولوی بسم الله ویلی، چې د اوس لپاره یې ۱۳ ولایتونو ته د مرسته شوو غنمو د لېږد پروسه پیل کړه او ټاکل شوې ،چې په نږدې ورځو کې نورو ولایتونو ته هم د مرسته شوو غنمو لېږد پیل شی.نوموړی زیاته کړې ،چې تر اوسه مرسته شوی غنم یوازې دوو ولایتونو ته لېږدول شوی دی.دا غنم پر داسې مهال ولایتونو ته وړل کېږی چې اوسمهال افغانان له بېوزلۍ سره مخ دی.اسلامی امارت وایی، له افغانانو سره د نړیوالو مرستې به په شفافه بڼه پر بېوزلو او مستحقو کورنیو ووېشی.