روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

وسله والو طالبانو د لویو لارو په ورانولو مسافرو او سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې

طالبانو په وروستیو  ورځو کې د خپلو پوځی  تحرکاتو په بهیر کې د هېواد لویو لارو ته ډېر درانده تاوانونه اړولی دی  او مسافرو او سوداګرو ته  د ستونزو د رامنځته کولو سبب شوی دی .   طالبانو د خپلې جګړې  له پیل څخه تر نن ورځې  د هېواد اقتصادی سبوتاژ ،  د بنسټونو ویجاړول  او د خلکو روانی کمزورتیا  د یوه جنګی  تاکتیک په توګه  انتخاب کړې ده ، هغوى د افغانستان  په سیاسی اوپوځی  ډګر کې د خپل شتون په بهیر کې  چې څه دپاسه پنځه وېشت  کاله کېږی ورانى او ویجاړول  یې د یوه جنګی تاکتیک  په توګه بللی دی  او په دې ترتیب  یې د افغانستان  کمزوری  اقتصاد ته  زیات تاوانونه اړولی دی .  هغه څه چې طالبان یو جنګی  تاکتیک  بولی د پاکستان یوستراتیژیکی خوب دى،  چې د تېرو اویا کلونو په بهیر کې  د دغه هېواد له خوا د افغانانو پر وړاندې طرحه شوى او د تطبیق  لپاره یې  فرصت موندنه  وشوه،  چې له بده مرغه اوس پاکستان د طالبانو د برخلیک  په ترلاسه کولو سره خپلو دغو مقصدونو ته رسېږی.  په نویو څېړنو کې طالبانو د خپلو بریدونو په بهیر کې  د هېواد لویو لارو ته  دروند تاوان اړولى دى .

په هر هېواد کې  لویې لارې ، اقتصادی  بنسټونه بلل کېږی  او طالبان د پردیو په لارښوونه،  چې د افغانستان  اقتصادی سبوتاژ د خپلې جګړې  لومړیتوب  بولی په افغانی ضد هلوځلو  کې ، چې د هېواد د لویو لارو  ویجاړول دی مخکښ  دی،  هغوى په دې  وروستیو  وختو کې  د وردګو  او د غزنی ولایتونو  په مربوطاتو کې دکابل _ کندهار  د لوىې لارې  ځینې برخې  د ماینونو په ښخولو او د پلونو  او پلګوټو  په ویجاړولو سره ورانې کړې او همدارنګه یې  د غزنی  -پکتیا  د لوى لارې  یوه برخه  د اسکواتور په واسطه  ویجاړه کړه ،  د شبرغان میمنې لاره یې هم په همدې وحشیانه ډول ویجاړه کړه .  طالبانو د لویو لارو په ویجاړولو سره په دغو لارو کې د مسافرانو د تګ راتګ بهیر ګډوډ کړ، سوداګرۍ ته یې زیان ورساوه او دغه راز د هغو ښوونځیو د تړل کېدو سبب  شول،  چې د دغو  لارو په غاړو کې  دی،  ځکه  دغه ښوونځی له لوړ امنیتی ګواښ سره مخامخ شوې او نور زده کوونکی  اوښوونکى  د دې  وړتیا نه لری چې د لوست  صحنې ته حاضر شی.  داښیی چې  طالبان یواځې په ترور او چاودنې ، ځانمرګی برید او اور اچونې بسنه  نه کوی، بلکې  اقتصادی سبوتاژ  د افغانستان د ویجاړولو  او ورانولو  په ماموریت کې  د یوه لومړیتوب  په توګه تعقیبوی  چې په هېڅ صورت  نه شوکولاى  هغه توجیه کړو ، بلکې  کولاى شو ووایو چې دغه متحجره  ډله د افغانستان  د دښمنانو  په لیکه کې  په درېدو سره د دې هېواد د بنسټونو  د ویجاړولو او په ټوله کې د انسانیت  د له منځه وړلو په لټه کې ده .        باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید