روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

وروستۍ زلزله او د اسلامی امارت چټک اقدامات!

واقعی حکومتونه او نظامونه د ملتونو د علیا ګټو ساتونکی او پالونکی وی، په ښه او بده کې یې تر څنګ ولاړ وی او د ملت د هر وګړی ژوند ورته ارزښت لری.

څو ورځې وړاندې د هیواد جنوب ختیځ ولایتونه د ریښتر په کچه یو اعشاریه شپږ درجې سختې زلزلې وځپل، چې ډېر زیان یې د پکتیکا ولایت  د څو ولسوالیو او د خوست د سپیرې ولسوالۍ اوسېدونکو ته واړاوه. د اسلامی امارت رسمی آدرسونو د پېښې د قربانیانو په هکله رسنیو ته ویلی، چې له زرو ډېر هیوادوال شهیدان شوی، تر درې زرو پورې ټپیان لرو او د لومړیو سروې ګانو له مخې ترلس زرو پورې د استوګنې کورونه یاخو بیخی تخریب شوی او یا یې هم ډېرې برخې له منځه تللی دی.

اسلامی امارت په ډېره چټکۍ سره زیانمنو شویو سیمو ته ژغورونکی او طبی ټیمونه ولیږل او تر څنګ یې په پراخه پیمانه خوراکی مواد، خیمې، پاکې اوبه او د اړتیا وړ توکی واستول. ځینو هغو لرې پرتو سیمو ته، چې له ځمکنۍ لارې رسېدل ستونزمن وو او یا یې ډېر وخت نیوه، د ملی دفاع وزارت له لوری په الوتکو کې مرستې ورسول شوې.

د اسلامی امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبه الله اخندزاده حفظه الله له لوری د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام خپور شو او په ډېر جدیت سره حکومتی چارواکو ته لارښوونه وشوه، چې په واک کې شته ټول وسائل له زلزله ځپلو سره د مرستو په رسولو کې وکاروی. د پېښې په لومړۍ ورځ د رئیس الوزراء ملامحمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې بیړنۍ غونډه راوبلل شوه او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د یو میلیارد افغانیو بیړنۍ مرسته منظوره شوه. د اسلامی امارت لوړپوړو چارواکو زیانمنو شویو سیمو ته سفرونه وکړل، د خلکو حالت یې له نږدې ولیده، د چټکو مرستو ژمنې یې وکړې او د مرستې رسونې پروسې د چټکتیا او شفافیت په موخه یې په خپله ددغه بهیر څارنه په غاړه واخیسته.

سره له دې چې اسلامی امارت د نړیوالو بندیزونو ، د افغان شتمنۍ د کنګل کېدو او سیاسی فشارونو له امله له ستونزو سره مخ دی او امکانات یې هم ډېر محدود دی، خو بیا یې هم په ډېره چټکۍ او ښه ډول د خپلو هیوادوالو لاسنیوی وکړ او په دې لاره کې یې خپل ټول امکانات په کار واچول. سیمې ته د سفر پرمهال د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقانی وویل، چې دا مهال د حکومت لومړیتوب له زلزله ځپلو سره مرسته ده او ټوله پاملرنه یې دې لور ته ده.

پهافغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی (ټوبی لینزر) هم په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو افغانانو ته د افغان حکومت  پر وخت او چټکه رسیدګی ستایلې ده. ښاغلی لینزر ویلی، چې افغان حکومت  د خوراکی توکو، درملو، امبولانسونو او نورو مرستو په رسولو کې د تېر حکومت په پرتله چټک اقدامات او هڅې کړې دی.

اسلامی امارت په دې برخه کې نه یوازې له خپلو امکاناتو استفاده کړې، بلکې نړیواله ټولنه او مرستندوی سازمانونه یې هم هڅولی، چې له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې ونه سپموی. په ټولیز ډول ویلی شو، چې اسلامی امارت په ډېر ښه ډول ددغې دردناکې پېښې اغیزمنو ته رسیدګی وکړه، په ټوله معنی یې خپل مسئولیت وپاله او په کلک هوډ له هیوادوالو سره اوږه په اوږه ودرېدل.

ددې معنی دا نه ده، چې حکومت له خلکو سره احسان کړی، بلکې خپل مسئولیت او رسالت یې سرته رسولی او لا هم باید ډېر څه وکړی؛ خو لازمه  ده، چې هڅې یې باید وستایل شی او ډاډ ورکړل شی.

هو، همدا د خپلواک او بلواک نظام ترمنځ توپیر دی، چې لومړی یې پر نشت حساب وسایلو او په ټول ځواک د هیوادوالو لاسنیوی کوی او دوهم یې د ملت په نامه راوړو مرستو  او طبی وسائلو کې حیف او میل کوی. خپلواکو او مخلصو مشرانو ته د هیوادوالو ژوند خورا ډېر ارزښت لری او د څو تنو د ژغورلو په پار ټول امکانات په کار اچوی؛ خو پردیپال بیا په پردۍ جګړه د نورو  د امنیت ساتلو په پار لسګونه زره افغانان قربانی کوی.

اسلامی امارت خو د یو مسئول حکومت په توګه خپله ژمنتیا، هیواد پالنه او اخلاص څرګند کړ، اوس د ملت وار دی، چې د حاکم خپلواک او اسلامی نظام لا ډېر ملاتړ وکړی، چې نظام مو پیاوړی شی او د تل لپاره د خپلواک حکومت خاوندان واوسو.

ممکن است شما دوست داشته باشید