د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
تېره اوونۍ په غزنی کې سېلاوونو پر ځانی زیان سربېره د سردار تاریخی غونډۍ هم زیانمنه کړې ده.
د غزنی ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی حبیب الله مجاهد وایی ،چې سېلاوونو د سردار تاریخی غونډۍ سویل او لوېدیځ ځینې برخې زیانمنې کړې، چې بیا رغولو ته اړتیا لری.
ښاغلی مجاهد وایی، چې دوی به ډېر ژر د سردار تاریخی غونډۍ بشپړ راپور کابل ته واستوی او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره به په همغږۍ کې، لومړنی اقدامات ترسره کړی چې د خپلسرو خلکو مخه په یاده سیمه کې ونیول شی.مجاهد وایی ،چې هېچاته به اجازه ورنه کړی چې لاس یې د سردار تاریخی غونډۍ آثارو ته ورسېږی.د لرغون پېژندونکو په خبره، د سردار تاریخی غونډۍ، تاریخ د کوشانیانو په پیر پورې تړاو لری چې زرګونه قلمه تاریخی آثار د یادې غونډۍ په لمنه کې موجود دی، چې له یادې جملې یو شمېر تاریخی آثار په ۴۰تمه لسیزه کې د اېټالیا لرغون پېژندونکو په مرسته افغان لرغون پېژندونکو لاسته راوړل او یاد تاریخی آثار اوس د هېواد په موزیمونو کې ساتل کېږی.