روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

وتلى امریکایی سناتور جان مکین د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو

د امریکا د جمهوریت غوښتونکی ګوند مخکښ سناتور جان مکین پرون سهار وختی) د مغزو د سرطان ناروغۍ له امله د ۸۱ کلنۍ په عمر مړ شو.سناتور مکین، چې په شمالی ویتنام کې له بند څخه د ژوندى پاتې کېدو له امله په امریکا کې لوړ شهرت درلود، په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د جمهوریت غوښتونکی ګوند له خوا د امریکا د جمهوری ریاست په ټاکنو کې کاندید هم و.سناتور جان مکین د امریکا د سیاسی تاریخ پېژندل شوې څېره وه.د ښاغلی مکین کورنۍ ویلی: د جمعې په ورځ د ده د ناروغۍ له سختېدو وروسته سناتور مکین د درملنې له دوام سره مخالفت ښودلى و.سناتور مکین د تېرکال له وروستیو راپدېخوا د امریکا په سنا مجلس کې خپلې دندې د اریزونیا له ایالت څخه له لرې اداره کولې سناتور جان مکین د تېرکال په اکتوبر میاشت کې یوه میاشت وروسته له هغې، چې د سرطان د ناروغۍ تشخیص یې وشو، د (( آزادۍ مډال )) د اخیستلو په مناسبت (( نشنل کنسیتوشن سنټر )) کې د وینا پر مهال وویل: (( موږ نېکمرغه یوو، موږ په خپلواکه خاوره باندې ژوند کوو، پر داسې خاوره، ، چې په کې هرڅه ممکن دی.))ده د امریکا په تاریځ کې د ښه نوم لرونکی امریکایی سناتور په توګه هم پېژندل کېږی.د امریکا متحدو ایالتونو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د خپل ټوېټر پر پاڼه د سناتور مېکن پر مړینه دده له کورنۍ سره خواخوږی ښودلې ده همداشان د امریکا د جمهور رییس مرستیال مایک پنس د خپل ټوېټر پر پاڼه لیکلی، چې دى او مېرمن یې د سناتور مکین د مړینې له امله د هغه له کورنۍ سره ژوره خواخوږی څرګندوی.د امریکا د جمهور رییس مرستیال مایک پنس ویلی، چې دى وطن او پوځ ته د سناتور جان مکین د یو عمر خدمتونو درناوى کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید