د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
والستریت ژورنال خپرونې خبر ورکړی، چې د اشغالګرو نیواکګر دولت او عربی هېوادونو د ایران پر وړاندې پر ګډ نظامی اقدام خبرې کړې دی. والستریت ژورنال خپرونې په مطلب کې د امریکایی استخباراتی سرچینو له قوله ویلی،چې اسرائیلی او د ګڼو عربی هېوادونو نظامی چارواکو په مصر کې غونډه کړې او په دې غونډه کې یې پر داسې لارو چارو خبرې کړې،چې له مخې یې پر ایران د احتمالی بریدونو چمتووالی آسانه شی.دوی همدا راز د ایران پر وړاندې پر نظامی یووالی هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د دې ګډ ګواښ پر وړاندې به له یو بل سره همکاری کوی.د نشریې په خبره دا مذاکرات د امریکا تر نظارت لاندې ترسره شوی.که څه هم ایران پر دې اقدام تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو ایران ته په سیمه کې د اسرائیلو د یو ضد دولت په سترګه کتل کېږی او بیا بیا یې په اسرائیلو د بریدونو ګواښونه کړی دی.