روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

واشنګټن ایکزماینر: بایډن دې د سولې بهیر د خلیلزاد په خوښه مخ ته نه وړی

د امریکا نوی حکومت باید د سولې خبرو ته ادامه ورکړی ، خو د ټرمپ پر ګامونو دې ګام نه ږدی.

واشنګټن ایکزماینر نشریې په مطلب کې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغان سولې بهیر ته کتنه کړې ده.په دې مطلب کې راځی چې بایډن هم باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو، سولې راوستلو او سرتېرو د ایستلو تګلاره ولری ، خو د ټرمپ پر ګامونو دې ګام نه ږدی.د سرچینې په خبره بایډن دې د خلیلزاد په غوښتنه د سولې بهیر مخ ته نه وړی، ځکه ددې شخص پرېکړه هم افغان حکومت ته د منلو نه ده، خو طالبان بیا ترې خوشحاله دی.سرچینه کاږی د خلیلزاد اقدامات د جګړو د کمېدو او سولې ته د رسېدو سبب نه دی شوی، بلکې یوازې د سرتېرو د وتلو زمینه یې برابره کړې ، چې دا د جګړې د پای ته رسولو لاره نه ده.واشنګټن ایکزماینر دداعش ضد جګړې په اړه هم وایی، چې بایډن دې د خلیلزاد په خوله په یاده جګړه کې د طالبانو د ملاتړ پر ځای دا ماموریت افغان ځواکونو ته وسپاری او بشپړ ملاتړ یې دې وکړی.دا نشریه داسې مهال خپریږی چې وړمه ورځ پخوانی امریکایی چارواکی ویلې وو، چې بایډن به زلمی خلیلزاد له دندې لرې نه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید