د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی: دوی اوس هم د سولې په پروسه کې دخېل دی او هر څه له نږدې څاری.خلیلزاد زیاته کړې امریکا به ټولې هغه غوښتنې بیا بیا په مذاکراتو کې مطرح کوی کوم، چې هغه د هر افغان حق خوندی کولای شی.نوموړی د امریکایی استازو پوښتنو ته په ځوابونو کې ویلی، چې د امریکا او طالبانو هوکړه تر اوسه په سمه توګه عملی شوې نه ده، خو بیا هم دا د امریکا لپاره ویاړ دی.د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دغه راز ډاډ ورکړی ،چې بین الافغانی مذاکرات به بریالی کېږی او په افغانستان کې به د روانې جګړې د درېدو سبب ګرځی.نوموړی دا هم ویلی، چې د شوروی تر وتلو وروسته د افغان مشرانو غیر معقول چلند افغانستان د جګړو په ډګر بدل کړ ،خو امریکا به هېڅ وخت اجازه ور نه کړی، چې په دې هېواد کې د ۱۹۹۰م کال پېښې بیا تکرار شی