د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلری کلنټن وایی: د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به ځان کاندید نهکړی. دې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون کړی و او له ډونالډ ټرمپ څخه یې وبایلله.راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به په ۲۰۲۰ میلادی کال کې کېږی.کلنټن له نیویارک سیټی تلوېزیون سره په خبرو کې دا اعلام وکړ. ګڼو دموکراتانو، والیانو او نورو په راتلونکو ولسمشریزو
ټاکنو کې د ګډون اعلام کړی.