روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هڅه مو دا  ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بایللی حیثیت بېرته اعاده کړو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نشراتی معین حیات الله مهاجر ((فراهی)) سره د هیواد ورځپاڼې څانګړې مرکه:

ښاغلی حیات الله مهاجر((فراهی)) د هېواد  یو پوه او تکړه لیکوال دی، چې پر دینی علومو، سربېره په شعر او نثر کې هم ګڼ شمېر چاپ او ناچاپ کتابونه لری.

د هېواد دغې ادبی څېرې د افغانستان د شل کلن اشغال پر مهال د طالبانو د اسلامی تحریک د مجاهدینو په لیکو کې د یوې نظامی ډلګۍ د مشرۍ دنده لرله، چې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته یې د هرات  ښاروالۍ تر څنګ په ځینو نورو برخو کې هم خدمت کړی او څه موده وړاندې د اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتی معین په توګه مقرر شو او دنده یې پیل کړه.

هېواد ورځپاڼې له نوموړی سره دده د ژوند، خدمتونو او د اطلاعاتو او نشراتو په برخه کې د راتلونکو پلانونو په هکله ځانګړې مرکه کړې، چې ستاسو پام ورته را اړوو:

پوښتنه: په پیل کې که لوستونکو ته خپل ځان وروپېژنئ او د خپلو جهادی فعالیتونو په هکله رڼا واچوئ!

ځواب: نوم مې حیات الله مهاجر((فراهی)) دی. د فراه ولایت د (فراه رود )سیمې اوسېدونکی یم. په تېر اسلامی امارت کې مې هم خدمت کړی، یوه موده د بهرنیو چارو په وزارت کې د آمر په صفت او بیا مې د یو نیم کال لپاره د بلخ ولایت د یوې ولسوالۍ لپاره د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې ده. د اسلامی امارت له دویم ځل واکمنیدو مخکې مې د اشغال پر ضد نظامی ډلګۍ لرله او سربېره پر دې نور بېلابېل مسئولیتونه مې هم لرل، د بېلګې په توګه یوه موده د فراه ولایت د فرهنګی کمېټې مسئول وم او وروسته مې د دعوت او ارشاد د رئیس په توګه او بیا د یاد ولایت د استخباراتو د رئیس او د نظامی کمېټې د مسئول په توګه دندې مخته وړی دی . دوهم ځل واک ته د اسلامی امارت له رسېدو وروسته د لوېدیځ زون د ګمرکاتو د مرستیال په توګه، بیا د هرات د ښاروال په صفت او اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د  نشراتی معین په توګه دنده ترسره کوم.

پوښتنه: د خپلو ادبی او فرهنګی فعالیتونو او چاپ شویو کتابونو په اړه که له لوستونکو سره معلومات شریک کړئ!

ځواب: زما د شعرونو یو کتاب خپور شوی او د یو بل کتاب مواد هم برابر شوی دی، چې په راتلونکې کې به خپور شی. همدارنګه د نثر او ژباړې برخه کې هم لیکنې لرم، (د قرآنی علاج) تر سر لیک لاندې ژباړلی کتاب لرم. له عربی ژبې مې هم یو کتاب ژباړلی او اوس تازه مې یو بل کتاب « شل کاله ښکېلاک  او جهادی خاطرې» له چاپه راوتلی دی.

پوښتنه: تاسې د هرات ولایت د ښاروال په توګه دنده ترسره کړې، په خپله کاری موده کې مو کومې لاسته راوړنې لرلې؟

ځواب: شپږ میاشتې او پنځه ویشت ورځې مې د هرات د ښاروال په توګه دنده تر سره کړه، په دغې موده کې مو ډېرې لاسته راوړنې درلودې، چې ځینې یې د یادولو وړ دی:

د هرات ښار روښانه کول او تنویر زموږ یوه مهمه لاسته راوړنه وه. سربېره پر دې د ښار په بېلابېلو برخو کې د مسافرینو لپاره تمځایونه جوړ شول. همدارنګه د میر داوود په نامه یو کاریز و، چې له ډېرو کلونو راهیسی خلکو ترې ګټه نه شوی اخیستلی، موږ پرېکار پیل کړ او یاد کاریز مو ورغاوه. کومه پرمختیایی بودیجه، چې د ښاروالۍ لپاره ځانګړې شوې وه د هغې مطابق د پروژو کار ۸۵ سلنه پیل شوی و، چې دا هم یوه لاسته راوړنه بللی شو.

پوښتنه: اوس مو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتی معین په توګه دنده پیل کړې ده، نشراتی بهیر څنګه ارزوئ؟

ځواب: د پخوانی نظام پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ډېر بد حالت ته رسېدلی و، ډېرې برخې یې ورڅخه جلا شوې وې. دغو ستونزو ته په کتو سره په دغه وزارت کې باید کار وشی، چې بایللی حیثیت یې بېرته اعاده شی او بېرته خپل ښه نوم او شهرت تر لاسه کړی. موږ هڅه او هاند کوو، چې کار وشی، اداری چوکاټ یې منظم او همدارنګه هغه برخې چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پورې اړوندې دی، لکه: دبیهقی کتاب خپرولو ریاست، باخترآژنس او همداسې نورې څانګې باید منظمې کړای شی.

پوښتنه: د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت کې د نشراتی بهیر د ښه کېدو لپاره څه پلانونه او تدبیرونه لرئ؟

ځواب:موږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ډېرې نشراتی برخې لرو،چې یوه له هغو څخه د باخترآژانس ریاست دی، باید غښتلی او تقویه شی. دغه برخه په هېواد کې ۸۳ کاله مخینه لری. ویلی شم چې دغه برخه غیر فعاله وه، خو زموږ هڅه او هاند دوام لری، چې خپل پخوانی حیثیت بېرته ترلاسه کړی. په دې توګه به باختر آژانس د بهرنیانو او کورنیو لپاره د اطلاع رسونې چارې ښې پرمخ بوزی. همدارنګه د چاپی رسنیو/ورځپاڼو په اړه هم کار کوو، چې وده او پراختیا ورکړو او  ګڼې یې نورو ولایتونو ته هم ورسېږی او سربېره پر دې یې د چاپ شمېر هم لوړ شی.

پوښتنه: د ژورنالېستانو او نورو نشراتی کار کوونکو د امتیازاتو د اجراء کېدو لپاره کومې چارې تر سره شوی دی؟

ځواب: کوم حقونه، چې خبریالانو او نورو نشراتی کار کوونکو ته قانون ورکړی، هغه ټول باید ورکړل شی. که څه هم افغانستان اقتصادی ستونزې لری، خو بیاهم موږ زیار باسو، چې د دغو کارکوونکو او په تېره بیا د خبریالانو ستونزې حل کړو.

پوښتنه:  هره ورځ د ورځپاڼو د چاپ لپاره څه پروګرام لرئ؟

ځواب: هره ورځ د ورځپاڼو د چاپ لپاره زموږ هڅه او هاند دوام لری. زه هیله من یم، چې د ورځپاڼو بهیر عادی حالت ته را وګرځی او هره ورځ چاپ شی.له هرڅه مهم دا دی، چې د خلکو ذهن روښانه شی، او رښتینی خبرونه او ګټور مضامین ترلاسه کړی. اوس، چې د ټولنیزو او برېښنایی رسنیو عصر دی، خلک د ورځپاڼو لوستلو ته دومره زړونه نه ښه کوی. مهمه دا ده، چې د خلکو له خوا غوښتنه او تقاضا پیدا شی او دې ته وهڅول شی، چې ورځپاڼې ولولی، په داسې یوه حالت کې بیا موږ هم کولی شو، چې د ورځپاڼو تیراژ او شمېر ته وده ورکړو.

پوښتنه: د پښتو کتابونو د چاپولو بهیر څرنګه، چې باید غښتلی وی هغسې نه دی. تاسې د دغه نشراتی بهیر د ګړندی کولو لپاره څه پروګرام لرئ؟

ځواب: موږ د کتابونو د چاپولو لپاره هوډ او اراده لرو. زه هېوادوالو ته یو ښه زېری ورکوم، هغه دا چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې خپل چاپ قرآن عظیم الشان کتاب نه درلود، پخوا به له پاکستان، هندوستان او عربستان څخه راوړل کېده. اوس زموږ پلان دادی، چې قرآن عظیم الشان په خپل هېواد کې چاپ  او خپلو خلکو ته یې وړاندې کړو. په دې برخه کې کار پیل شوی او ښه پرمختګ تر سترګو کېږی. د کتابونو د چاپولو برخه کې زموږ په وړاندې نیمګړتیاوې او ستونزې شته. موږ زیار باسو، چې د یادو ستونزو د لرې کولو لپاره بودیجه تر لاسه کړو. د بیهقی کتاب خپرولو ریاست په ولایتونو کې نمایندګۍ لرلې اوس موږ د دغو نمایندګیو د بېرته فعالولو لپاره کار پیل کړی دی، چې هېوادوالو ته کتابونه وړاندې کړای شی.

پوښتنه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتی کار کوونکو ته څه وینا او پیغام لرئ؟

ځواب: اوس په افغانستان کې ددښمنانو له خوا نظامی جګړه پای ته رسېدلې، خو تبلیغاتی جګړه دوام لری، نو د رسنیو دنده دا ده، چې د دښمن د تبلیغاتو د خنثی کولو لپاره هلې ځلې وکړی، چې زموږ نشرات ښه وځلېږی.نشرات د یوه حکومت د ژبې حیثیت لری، نو درانه خبریالان دې خپله دنده په سمه توګه تر سره کړی او د حقایقو په رڼا کې دې اطلاع رسونه وکړی.

هیواد ورځپاڼه: ډېره مننه، چې له دومره ډېرو مصروفیتونو سره سره  مو  موږ ته وخت راکړ.

معین صاحب: له تاسو هم مننه چې زموږ غږ او پیغام تر ولسه رسوئ!

ممکن است شما دوست داشته باشید